د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري  بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰۰ اوسېدوونکو ته په وینا کې له هغوی څخه وغوښتل چې له اوسني نظام (د افغانستان اسلامي امارت) سره جوړجاړی وکړي او له تقابل څخه ډډه وکړي.

ښاغلي نظري په خپلو خبرو کې له اسلامي امارت سره تقابل په هېواد کې له جګړې او تاوتریخوالي څخه ملاتړ وباله او زیاته یې کړه:«هغه کسان چې له اسلامي امارت سره مقابلې ته خلک هڅوي پوپولیست(عوام فریبه) څېرې دي چې بهر کې ژوند کوي او شمېر یې کم دی. »

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت د مسلکي معین په وینا، د هېواد هزاره اوسېدونکي باید له شته سیاسي نظام سره د جوړجاړی لاره غوره کړي؛ د هغه په وینا، دا چاره په هېواد کې د ناورین او ویجاېدو مخه نیسي.

عبداللطیف نظري د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، جوبایډن د وروستي فرمان په اړه چې د افغانستان له مرکزي بانک څخه د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د ۳،۵ میلیارده ډالرو څخه دغو کورنیو ته غرامت ورکوي هم غبرګون وښود او ویې ویل چې د بایډن پرېکړه غیر عادلانه او د نړیوالو قوانینو خلاف ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، هغه پیسې چې د امریکا د ولسمشر له خوا د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکول کېږي، د افغانانو شتمني ده او پر نړیوال سوداګریز برجونو او د امریکا پر دفاع وزارت بریدونو کې هېڅ افغان ښکېل نه و.

غونډه کې د بامیانو والي، عبدالله سرحدي هم وویل چې د اسلامي امارت په نظام کې هېڅ ډول قومي تبعیض او تعصب نشته او اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد ټولو وګړو ته یو شان خدمات وړاندې کړي.

د بامیان ولایت بانفوذه شخصیت او دیني عالم، محمد سجاد محسني هم غونډې ته وویل چې بامیان «تعامل طلبه» خلک دي، خو د اسلامي امارت مسوولان باید د دوی غوښتنو او ستونزو ته پام وکړي.

نوموړي په دغه ولايت کې د بشري مرستو د وېش له بهير څخه شکايت وکړ او زياته يې کړه: “که څه هم په باميانو کې د ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو له خوا په پراخه کچه بشري مرستې وېشل شوې دي، خو بې وزله او اړمنو کورنيو ته نه دي او یوازې واسطه لرونکو او شتمنو ته رسېدلي دي.”

ښاغلی محسني د بامیانو پر سیمه‌ییزو چارواکو غږ کوي چې له دې وروسته دې بشري مرستې د کار په بدل کې ووېشل شي څو په دغه بهیر کې د فساد مخه ونیول شي.

بل خوا د باميانو والي، عبدالله سرحدي وايي، چې د مرستندويه موسسو مسوولينو ته يې لارښوونه کړې څو دغه مرستې د يوه ديني عالم او د سيمې د يوه مخور په شتون کې پر اړمنو خلکو ووېشي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادولو وړ ده چې د اقتصاد وزارت معین، عبداللطیف نظري په داسې حال کې د بامیان اوسېدونکي هڅوي چې له اسلامي امارت سره جوړجاړی وکړي چې په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له مخالفانو محمد محقق، عطا محمدنور او مارشال دوستم سره ترکیه کې د پاکستان د استخباراتو د مشر، ندیم احمد انجم د لېدنې راپورونه خپاره شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام