په بامیانو کې د اغاخان پراختیايي بنسټ د روغتیا برخې مسوولان او د به‌زیستي او تحرک موسسې چارواکي وايي چې له درېوو ورځو راهیسې، د درنو واورو د ورښت او سختو توپانونو له کبله، د دایکندي ولایت د پنځو او د بامیانو ولایت د دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوي او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له ستونزو سره مخ شوی دی.

د اغاخان پراختیايي بنسټ روغتیايي مسوول حسن مستمندیار وایي چې د بامیانو دوو پنجاب او ورس ولسوالیو کې د دوو روغتونونو په ګډون ۳۱ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې له دې ډلې د ۲۹ روغتیايي مرکزونو لارې تړل شوي او ناروغان نه دي توانېدلي چې دغو مرکزونو ته د درملنې لپاره مراجعه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، د بامیانو په یکاولنګ او شیبر ولسوالیو کې هم د ورښتونو له امله د یو‌شمېر روغتیايي مرکزونو لارې تړل شوي دي.

په ورته مهال په  دایکندي کې د به‌زیستي موسسې د صحت‌مندۍ پروژې مسوول محمدحسن مظفري وايي چې په تېرو دوو ورځو کې د درنو واورو او سختو توپانونو له امله د دغه ولایت په ستړو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر اغېزمن کړی دی.

نوموړي زیاتوي چې د دایکندي ولایت د نیلي په یوشمېر برخو، د میرامور ولسوالي په ډېره برخه او د سنګ‌تخت او بندر، خدیر، اشترلي او شهرستان ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له امله د روغتیايي خدمتونو فعالیتونه ټکني شوي دي.

د دغو بنسټونو د مسوولانو په وینا، د اټکل له مخې د دغو ولسوالیو شاوخوا ۵۰سلنه وګړي د درنو واورو او سختونو توپانونو په پایله کې د لارو تړل کېدو له امله له روغتیايي خدمتونو څخه محروم شوي دي.

له دې ټولو سره د بامیانو د روغتیا ریاست لپاره د اسلامي امارت چارسمبالي سلام‌وطندار سره په خبرو کې د بامیانو ولایت د ورس او پنجاب ولسوالیو د لارو تړل‌کېدو په اړه بې‌خبري څرګنده کړه او د دایکندي د عامې روغتیا ریاست سرپرست بیا په دې اړه مونږ اړیکو ته ځواب رانه‌کړ.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د بامیانو او دایکندي ولایتونو د فوایدې عامې ریاستونو مسوولان وايي چې د دغو دوو ولایتونو ډېری لارې د تګ راتګ پرمخ پرانستل شوي او هڅه کېږي چې د نن ورځې تر پایه پاتې تړل شوې لارې هم پاکې کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام