د بامیان محلي چارواکي وايي، د ملي امنیت کارکوونکو پرون مازدیګر د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس سیدعلي‌اقا ایوب ناصري د مالي او اداري فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوی دی.

د بامیان مالي او اداري مرستیال عتیق‌الله عتیق وايي، پرون هم مني چې د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس د فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوی دی.

د بامیان ولایت مدني فعالان هم د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس پر اداري فساد، قومي تعصب او له واک نه پر ناوړه ګټې اخیستو تورنوي.

د بامیان د مدني ټولنې او بشري حقونو د شبکې همغږی کوونکی اسماعیل ذکي وايي، امنیتي او عدلي او قضايي ادارې باید د عامې روغتیا د رییس قضیه په بشپړ ډول وڅېړي او په دې برخه کې فشارونو او د اړیکو پاللو ته تسلیم نه شي.

د بامیان د څارنوالي مسوولان که څه هم د علي‌اقا ایوب ناصري د قضیې په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې په دغه ولایت کې یې د اداري فساد یوشمېر دوسیې څېړلې دي.

د بامیان په څارنوالي کې د فساد برخې مسوول عبدالحمید عطرت سلام‌وطندار ته ویلي، د دغه ولایت د شهیدانو او معلولانو چارو د امر د فساد دوسیه یې سږ کال او د کرنې او مالدارۍ رییس د فساد دوسیه یې په ۱۳۹۸ کال کې څېړلي او محکمې ته یې سپارلې دي.

که څه هم د بامیان محلي چارواکي تل په دغه ولایت کې د مالي، اداري او اخلاقي فساد او له واک نه د ناوړه ګټې اخیستو پر وړاندې د مبارزې خبره کوي، خو تر اوسه په دې برخه کې بریالي نه دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام