یوشمېر مدني فعالان د نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو له لوري د بشرپاله  مرستو پر ناانډول وېش نیوکه کوي او وايي چې دغه مرستې د ټولنې اړمنو او مستحقو کسانو ته نه ورکول کېږي.

د مدني ټولنې فعال شریف وطن‌دوست وايي، د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکو څو ځله مرستې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې یوشمېر مرکزي ولایتونو کې تراوسه مرستې نه دي وېشل شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی د بشرپالو مرستو د وېشلو بهیر له ناانډول او له قومي چلن څخه ډک بولي. وطن‌دوست زیاتوي چې افغانستان ته رالېږل شوې مرستې بې‌انډوله وېشل کېږي او هغه مرستې چې خوست، پکتیا، کندهار او هلمند سره شوي د بدخشان، تخار، بامیانو او دایکندي ولایتونو ته نه دي ورکړل شوي.

یو بل مدني فعال سخي بهزاد وايي چې د مرستو د وېش له بهیر څارنه نه کېږي او د کابل په مرکزي او لوېدیځه سیمه کې داسې کورنۍ شته چې خراب وضعیت کې دي، خو تراوسه ورسره چا مرسته نه ده کړې.

مدني فعالان ادعا کوي چې د ناحیو یو‌شمېر وکیلان د مرستندویه بنسټونو له لوري کېدونکې مرستې خپلو خپلوانو باندې وېشي. د دوي په وینا، د ګذر وکیلانو له کار څخه نه څارنه د دې لامل شوې چې دوی د پیسو په بدل کې شوې مرستې پر اړمنو کسانو ووېشي.

په ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسنۍ غړی عبدالباسط انصاري سلام‌وطندار ته وايي، اړمنو کسانو ته د مرستو وېش د یاد وزارت له لوري په کلکه څارل کېږي.

باسط که څه هم د ګذر وکیلانو له لورې ځیني ستونزې مني، خو وايي، هغه وکیلانو چې مرستې به يې پر خپلو نږدې خپلوانو وېشلې، د اسلامي امارت له لورې نیول شوي دي.

نوموړي زیاتوي چې دوی د ګذر وکیلانو او ملکانو له لوري د مرستو وېش ته اجازه نه ورکوي او هڅه کوي هغه مرستې چې له افغانستان سره کېږي، د دوی له لوري ورڅخه څارنه وشي او د دوی تر څارنې لاندې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د مرستو د ناانډول وېش په اړه رپوټونه خپاره شوي وو او داسې ګونګوسې وې چې دغه مرستې په رڼه توګه نه وېشل کېږي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام