Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱۰۰۰ واوښت

Deadly-earthquake-in-Turkey-and-Syria-3-q275a299egxuvol9ybnkxwwd41fso8h5jrkauhd1u0

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د خونړۍ زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له ۴۱۰۰۰ نه اوښتی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس د سلواغې په ۲۵مه د سه‌شنبې په ورځ لیکلي چې پلټونکو ډلو له اوو ورځو وروسته هم یوشمېر کسان له خاورو را اېستلي دي.

اوس زلزله‌ځپلیو ته د خوراکي توکو او د اوسېدو ځایونو د برابرولو لپاره هڅې ډېرې شوې دي.

د راپورونو له مخې، په ترکیه کې او سوریه کې ۲۶ میلیونه زلزله‌ځپلي کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم ویلي چې دا زلزله نه یوازې په ترکیه، بلکې د بشریت په تاریخ کې بې‌مخینې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام