Asset 1SWN

ترکیه کې زلزله‌ځپلي افغانان د خپلو اړتیاوو پوره کولو غوښتنه کوي

earthquake-122121-q1yiwrofyfjkg4f953tebyeih76jss9vp3g45y477s

د ترکیې د هاتای ښار په اواکینټ سیمه کې وروستۍ زلزلې د زرګونو ترکانو ترڅنګ، سلګونو افغانانو ته هم د مرګ‌ژوبلې تر څنګ، مالي زیانونه اړولي دي.

دغه زلزله‌‌ځپلي افغانان چې له کلونو راهیسې په یاده سیمه کې اوسېږي، وايي چې وروستۍ زلزلې ورته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د دې سیمې اوسېدونکی ایشان امین چې په یاده زلزله کې یې خپل کور، تره او خاله له لاسه ورکړي، وايي: «هو، زلزله کې زموږ نږدې خپلوان مړه شوي. زما تره او خاله په‌کې مړه شوي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترکیې د هاتای ښار په اواکینټ سیمه کې د اوسېدو ګڼ‌شمېر کورونه چې افغانانو په‌کې ژوند کاوه، د زلزلې له امله نړېدلي او اوسېدونکي یې اوس په لنډمهاله خیمو کې د ژمي سړې شپې او ورځې تېروي.

د افغانستان د مخکیني حکومت د عامې روغتیا وزارت مرستیال فدامحمد پیکان او ترکیه کې یو بل مېشت افغان غفور توران چې یادې سیمې ته ورغلي، وايي:

«دلته خلکو ډېر زیان لیدلی او زیاتره کورونه له منځه تللي، یانې دغه خلک د اوږدمهال لپاره مرستې او لاسنیوي ته اړتیا لري.» «دلته مرګ‌ژوبله زیاته ده. مالي زیانونه هم بېخي ډېر دي. د نږدې ۹۵ سلنه خلکو کورونه او استوګنځي ویجاړ شوي دي.»

د دې ترڅنګ، د ترکیې په زلزله‌ځپلیو سیمو کې یوشمېر افغانان شکایت کوي چې چا یې پوښتنه نه‌ده کړې. ویل کېږي چې دغه افغانان هلته د اوسېدو قانوني سندونه نه لري؛ نو ځکه له پامه غورځېدلي دي.

په ترکیه کې مېشت افغان شاداف ژکفر وايي: «څرنګه چې باید مرستې راورسېږي، نه کېږي. هغه کډوال چې ناقانونه دي، غږ نه‌شي اوچتولی او مرسته نه‌شي غوښتلی، څو یې د ټپیانو او بې‌کوره کېدو غم وخوړل شي.»

خو انقره کې د افغانستان سفارت وايي، هڅې یې پیل کړي چې په دې زلزله کې د افغانانو شته اړتیاوې ور پوره کړي. په انقره کې د افغانستان سفارت مرستیال محمدمصدق فقیري سلام‌وطندار ته ویلي:

«طبیعي ده چې داسې وخت نیمګړتیاوې وي، پر هغو لارو بیروبار دی چې دغه ولایت ته ورغلي. موږ ته د را رسېدلو راپورونو له مخې، د ټرانسپورټ ستونزه هم شته. ډاډه یم چې مرستې به ټولو سیمو ته ورسېږي. زموږ ډله تازه مالاتیا ته رسېدلې او هغوی هم ویل چې تر اوسه یوشمېر مرستو ته په تمه دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د هغو معلوماتو له مخې چې د ترکیې په زلزله‌ځپلیو سیمو کې مېشتو افغانانو له سلام‌وطندار سره شریک کړي، تر اوسه څه باندې ۱۵۰ افغانانو د ترکیې زلزله کې ژوند بایللی او څه باندې دوو زرو نورو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.

د یادونې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ یوې زورورې زلزلې د ترکیې او سوریې سرحدي سیمې ولړزولې چې له کبله یې په دواړو هېوادونو کې تر اوسه شاوخوا ۲۸ زره کسانو ژوند بایللی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام