د غور روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د شري ناروغي په پراخه توګه له خپرېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې دغه ناروغي په ماشومانو کې له دې امله زیاته شوې چې دغه ولایت کې د واکسین پروګرام په سمه توګه نه دی پلی شوی.
د غور روغتیا ریاست د سرویلانس مسوول محمدنظیم فضل سلاموطندار ته وایي چې د دغې ناروغۍ له پیل راهیسې، له ۱۲۰۰ زیات ماشومان د ولایت مرکزي روغتون ته راوړل شوي چې له ډلې یې ۲۱ماشومان مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
فضلي په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ د پراخېدو لامل د کورونا ویرووس پرمهال د واکسیناسیون پروګرام نه پلي کېدل، په کوته کوي.
هغه وویل: «له بدهمرغه تېرکال مونږ د کورونا ویرووس له خپرېدو سره مخ وو، له همدې امله بریالي نه شو چې افغانستان کې د واکسین پروګرام په سمه توګه پلی کړو، نو ځکه سږکال په افغانستان کې د شري ناروغۍ ډېره شوې، په ځانګړې توګه په غور کې. له تېرو درې میاشتو راهیسې چې د شري ناروغۍ خپره شوې ۱۲۰۰مراجعین لرو چې له بده مرغه تراوسه ۲۱ د مړینې پېښې لرو.»
بلخوا د غور مرکزي روغتون رییس ملا محمود وايي چې په دغه ولایت کې د شري ناروغۍ پراختیا، د دې لامل شوې چې په روغتون کې د ناروغانو د منلو لپاره ټول ځایونه ډک شي او دوی هڅه کوي چې له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې د ناروغانو درمنله وکړي.
په همدې حال کې د غور لپاره د طالبانو د روغتیا رییس احسانالله وایي، دوی لرې پرتو سیمو کې ناروغو ماشومانو ته د رسېدنې په موخه ټیمونه استولي او دغه ستونزه یې د روغتیا مسوولانو او د روغتیا نړۍوال سازمان سره شریکه کړې ده. نوموړی زیاتوي چې د غور روغتون له درملو او د درملنې د امکاناتو له کمښت سره مخ دی.
د غور د روغتیا مسوولانو په وینا، د ماشومانو له پوزې اوبه راتلل، د اشتها نهشتون او ټوخی د شري ناروغۍ له نښو نښانو څخه دي.