Asset 1SWN

د ترکیې په زلزله کې ۲۰۰ افغانان مړه شوي

Emergency rescue members search for people in a destroyed building in Adana, Turkey, Tuesday, Feb. 7, 2023. Rescuers raced Tuesday to find survivors in the rubble of thousands of buildings brought down by a powerful earthquake and multiple aftershocks that struck eastern Turkey and neighboring Syria. (AP Photo/Francisco Seco)

په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي چې دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله ۲۰۰ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغان سفارت د ترکیې له حکومت او بشري بنسټونو غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې د افغان کډوالو وضعیت ته پام وکړي.

په ورته مهال ترکیه کې یو‌شمېر افغانانو سلام‌وطندار ته ویلي و چې دغه هېواد کې د شوې زلزله له امله یو‌شمېر افغانان د ویجاړو او ورانو ودانیو لاندې شوي، خو د مړینې او ټپیانو د کره شمېرې په اړه معلومات نه‌لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پر دې سربېره ویل کېږي چې يوشمېر افغانان په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ترکیې په هاتای ښار کې اوسېږي او د زلزلې له امله د  زیان ګواښ سره مخ وو، تر اوسه يې د وضعيت په اړه څه نه دي ویل شوي.

په ترکیه کې د «ترکستان ايل لري» په نوم د مېشتو افغانانو د ټولنې مسوول احمد بایواريث د  سلواغې په ۱۸مه سه‌شنبه سلام وطندار ته ویلي و چې له دغې ټولنې څخه یې یو پلاوی د مرستې په موخه هاتای ښار ته لېږلی، خو د مخابراتي او انټرنټي شبکو د غیر فعالیدو له امله دوی نه دي توانیدلي چې په دغه ښار کې مېشتو افغانانو سره اړیکه ونیسي.

د روانې سلواغې میاشتې په ۱۷مه د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې د دوو ګاونډیو هېوادونو ترکیې او سوریې د سرحدي سیمو ډېره برخه ولړزوله. په ورته مهال د ترکیې په سوېل او د سوریې په شمال کې د شوې دوشنبې ورځې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی دی.

د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای نن جمعه د سلواغې ۲۱مه وویل چې تراوسه دغه هېواد کې ۱۸۳۴۲ کسانو په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۲۴۲ کسانو هم ټپیان شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ترکیې ګاونډ سوریه کې بیا د دې زلزلې له امله ۳۳۷۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سوریه چې نږدې یوه لسیزه د جګړې په اور کې سوځوي، د زلزلې له امله ځپل شویو سیمو ته د مرستو پر نه لېږد نیوکې ډېرې شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام