Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۲۲۴ ته رسېدلی

im-719534

په ترکیه او سوریه کې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۱۲۲۴ ته لوړ شوی دی. په دواړو هېوادونو کې لا هم د کنډوالو او خاورو لاندې د ايسارو کسانو د ژغورنې عملیات روان دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن زلزله ځپلو سیمو څخه د لیدنې پر مهال دغه هېواد کې د مړو شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې په ډاګه کړې.

نوموړي خبریالانو ته وویل چې تراوسه په دغه هېواد کې د شوې زلزلې له امله ۸۷۵۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹۱۳۳ کسان بیا ټپیان شوي دي. په سوریه کې بیا تراوسه د ۲۴۷۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال یو‌شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې زلزله ځپلو سیمو کې د خلکو د ژغورنې عملیات روان دي او ښايي د مړینې شمېرې له دې هم لوړې شي.

د راپورونو پر بنسټ په ځینو سیمو کې سړې هوا تر خاورو او کنډوالو لاندې د ایسارو کسانو د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخ کړي دي. په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د یادې زلزلې له امله د مړو شویو کسان شمېر ښايي له ۲۰۰۰۰ واوړي.

ټولنیزې رسنۍ

زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې ګڼ‌شمېر هېوادونو خپلې مرستې اعلان کړي چې د بهرنیو چارو وزارت هم پرون ترکیه او سوریه کې زلزله ځپلو سره نغدي مرستې وکړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت حکومت د ترکیې زلزله ځپلو سره لس میلیونه افغانۍ او د سوریې زلزله ځپلو سره پنځه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام