Asset 1SWN

ترکیه او سوریه کې زلزله؛ د مړو شویو کسان شمېر ۴۸۰۰ ته لوړ شوی

ټولنیزې رسنۍ

په ترکیه او سوریه کې د پرون ورځې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۰۰ ته لوړ شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه شمېرې شېبه په شېبه د لوړېدو په حال کې دي.

ترکیه چې دې زلزلې ډېره ځپې نن سه‌شنبه د سلواغې ۱۸مه رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۳۸۱ رسېدلی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د ترکیې ګاونډ سوریه کې بیا د زلزلې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر نږدې ۱۵۰۰ کسانو ته رسېدلې دی.

تراوسه دغه هېواد کې د پرونۍ زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴۴۴ ښودل شوی دی. سوریه کې له کنډوالو او خارو لاندې د کسانو د رااېستلو عملیات روان دي او د ژغورونکو په وینا، ښايي تلفات له دې هم زیات شي.

بل‌خوا د ترکیې حکومت ویلي چې زلزله ځپلو سیمو ته یې ژغورونکې ډلې لېږلي او د ژغورنې عملیات دوام لري. د ترکیې د ناورین او بېړنیو چارو ادارې هم خبر ورکړی چې تراوسه یې ۷۸۰۰ کسان ژغورلي دي.

په ورته مهال د ترکیې له اسټانبول ښار څخه هم شاوخوا ۱۳۰۰۰ ژغورونکي چې په‌کې رضاکاران او عام خلک هم شامل دي، د خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره ځپل شویو سیمو ته رسېدلې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، که څه هم ځپلو شویو سیمو کې عملیات روان دي، خو د واورې او باران د ورښت له کبله وخت نا وخت له ځنډ او خنډ سره مخ کېږي.

ټولنیزې رسنۍ

د روغتیا نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی چې ښايي ترکیه کې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له دې هم زیات شي.

دغه سازمان ویلي چې راتلونکو ورځو کې د تلفاتو شمېر څلور برابره شي او په وینا یې، ښايي تر ۲۰۰۰۰ کسانو ورسېږي.

په ورته مهال نن سه‌شنبه یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې د ترکیې په ځینو ولایتونو کې د زلزلې تازه ټکانونه محسوس شوي، خو له امله د اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د روانې اوونۍ د دوشنبې پر سهار د ترکیې او سوریې ځینې برخې یوې زورورې زلزلې ولړزولې چې د امریکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې د یادې زلزلې مرکز د ترکیې غازي عنتاب ښار و. دغه زلزله د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې ښودل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام