په ایران کې د کورونا ویرووس له خپرېدو سره هم‌مهاله ګڼ‌شمېرافغانان له دې وېرې چې پر دې ناروغۍ به اخته چې اړ شول چې خپل هېواد ته را وګرځي. ۳۰کلن عبدالوهاب سلیماني د زابل ولایت اوسېدونکی دی، نوموړی هم کورونا اړ کړی چې له ایران څخه خالي لاس بېرته خپل هېواد ته ستون شي.

عبدالوهاب چې دوه کاله وړاندې ایران ته پر قاچاقي لارو تللی و، په دغه هېواد کې له دوو کلونو تېرولو وروسته کورونا اړ کړی چې د خپلو هيلو پوره کولو  پرته افغانستان ته ستون شي. نوموړی وړاندې له دې چې په ایران کې د کورونا ویرووس خپور شي، په ورځنۍ کچه به یې له ۱۶۰تر۱۷۰زره تومنه پیسې ګټلې، خو په دغه هېواد کې چې کله کورونا خپره شوه، د ورځې به یې د ۵۰زره تومنو په بدل کې کار کاوه.

په داسې حال کې چې څېره کې یې ناهیلي او غم له ورایه ښکاري، وایي چې په ایران کې د کورونا ناورین او نامعلوم راتلونکی د دې لامل شو چې پرته له کومې لاس ته راوړنې هېواد ته را وګرځي.

په ورته وخت کې یوه بله افغانه ۲۵کلنه مریم چې نږدې درې اوونۍ وړاندې یې د کډوالۍ لپاره په کابل کې خپل کور خرڅ کړی، وایي چې د خپلې ۱۷کسیزې کورنۍ سره یوځای د یوې ښې راتلونکې لپاره ایران او له هغه ځای څخه ترکیې ته کډوال شوي، خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه مېرمن وایي چې ترکیې ته د رسېدو او په دغه هېواد کې د یوې ښې راتلونکې لپاره یې له خپلې کورنۍ سره یوځای نږدې درې اوونۍ پر ګواښوونکو قاچاقي لارو کډوالي کړې.

په داسې حال کې چې د مریم او د نوموړې د کورنۍ د غړو په څېره کې د کډوالۍ کمزوري او ستړیا له ورایه ليدل کېږي، دوی وایي چې له قانوني اسنادو پرته پر خطرناکو لارو تګ له یوه پلوه او پر کورونا ویرووس د اخته کېدو وېرې دوی پرې نه ښودل چې خپلې موخې ته ورسېږي.

مېرمن مریم وایي، په افغانستان کې د بې‌کارۍ له کبله دوی اړ شول چې پر قاچاقي لارو د یوې ښې راتلونکي لپاره کډوالۍ ته زړه ښه کړي، د هغې په وینا، پر قاچاقي لارو د تګ پر وخت کې یې کوچنۍ لور سخته ناورغه شوه او د مرګ تر پولې ورسېده، خو وایي، د خدای مرسته وه چې بېرته روغه شوه.

د مېرمن مریم په وینا، له قانوني اسنادو پرته پر قاچاقي لارو له تګ وروسته دوی خپل ځانونه د ارومیه په نوم د ایران او ترکیې هېوادونو پولې ته ورسول، خو هلته د ایراني پوله ساتو له لوري ونیول شول ا و بېرته هېواد ته ستانه کړل شول.

د کورونا ویرووس خپرېدو نه یوازې پر مریم، بلکې د نوموړې د ۱۷کسیزې کورنۍ پر غړو هم منفي اغېز کړی چې ورسره په ورځنۍ کچه په سلګونو کسان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه کېږي.

د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست د شمېرو له مخې، د ۱۳۹۹کال له پیل څخه د ۱۴۰۰کال تر حمل میاشت پورې د کورونا ویرووس له خپرېدو سره هم‌مهاله د هرات د اسلام‌ قلعه بندر له لارې له ایران څخه ۵۰۰زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مبین قادري سلام‌وطندار ته وایي چې د راستانه شویو کډوالو له ډلې ۳۳۴زره او ۲۹۶کسان په خپله خوښه او ۱۷۲زره او ۵۲۱کسان په زور افغانستان ته لېږدول شوي دي.



د هرات د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس په وینا، د بېرته ګرځول شویو کسانو په ډله کې ۱۵۲مېرمنې او ۲زر او۱۶۱ماشومان بې سرپرسته دي.

د مبین په خبره، د کورونا ویرووس له خپرېدو سره هم‌مهاله په ورځنۍ کچه نږدې ۱۵زره افغان کډوال د کورونا ویرووس له وېرې او د بې‌کارۍ له امله د اسلام قلعه له لارې هېواد ته راستنيږي.

هغه وایي، په وروستیو اوونیو کې چې په ایران کې د کورونا نوې څپې زور اخیستی، له دغه هېواده د کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر هم چټک شوی چې تراوسه د اسلام قلعه له لارې ۵زره افغانان بېرته هېواد ته راغلي دي.

په هرات کې یو‌شمېر مدني فعالان وایي چې کورونا ویرووس هغه هېوادونه چې کډوالو ته په کې د کار زمینه برابره ده سخت ځپلي دي.

په هرات کې د مدني ټولنې غړی سید‌اشرف سادات وایي، کورونا ویرووس اقتصادي برخه تر ډېره ځپلې او په ځانګړې توګه د کډوالو د ژوند په بهیر یې اغېزمن کړی او د کډوالو کاري فرصتونه یې ورځني اخیستي دي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د کورونا ناورین په مستقیمه توګه افغانان باندې اغېز کړی او په دغه هېوادونو کې د کارونو په ټپه درېدل، افغان کډوال اړ کړی چې خپل هېواد ته بېرته راستانه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام