Asset 1SWN

سمنګان او میدان‌وردګ کې د ټرافیکي پېښو له امله پنځه کسان مړه شوي

Samangan-pygxn5x46bp9bwjmya0bosei4k4mlz3v65gqceatu0

د میدان‌وردګ او سمنګان ولایتونو اړوند سیمو کې د دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو پر مهال پنځه کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

لومړۍ پېښه چې پرون ماښام د «زمري اوومه» د میدان‌وردګ په سیدا‌باد ولسوالي کې رامنځته شوې له کبله یې دوه کسان مړه شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سیدا‌باد ولسوالي د امنیې قومنداني د مسوولانو په وینا، پېښه د یادې ولسوالي په «پاینده‌خېل» کلي کې د یوه باروړونکي موټراو موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

بل‌خوا د سمنګان د ټرافیکو مدیریت مسوولان هم وايي چې دې ولایت کې د یوې رامنځته شوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د سمنګان د ټرافیکو مدیر جواد مهاجر سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن یکشنبه د زمري اتمه د یاد ولایت رباتک سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، یو فرونر ډوله موټر چې له سمنګان څخه بغلان ته روان و، د یاد ولایت رباتک سیمه کې له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې درې کسان مړه او پنځه ټپیان شوي دي.

په مړو شویو کې دوه ښځې او یو نارینه‌ هم شامل دي چې ټول د یوې کورنۍ غړې دي. پېښه کې د یوه ماشومان او یوې مېرمنې په ګډون پنځه کسان ټپیان دي.

په ورته مهال د سمنګان ولایتي روغتون ډاکټران بیا وايي چې ټپیانو کې د درېوو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او د ښې درملنې لپاره بلخ ولایت ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې لامل یې د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی په ګوته کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام