Asset 1SWN

د کابل په یوه جومات کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي

639314_47857901

د کابل امنیتي مسوولان وايي چې یوه کس د پلازمېنې نهمې امنیتي حوزې اړوند د خواجه‌رواش په یوه جومات کې د توپانچې په وسیله د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ نن چهارشنبه د لیندۍ دویمه سلام‌وطندار ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

خالد ځدراڼ دا نه دي ویلي چې دغه پېښه څه وخت شوې، خو یوې سرچینې ویلي چې پېښه نن سهار رامنځته شوې ده.

د کابل د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د یادې پېښې د عاملانو د نیولو هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د هېواد‌ په ځینو ولایتونو کې د شخصي دښمنۍ او کورني تاوتریخوالي له امله ورته پېښې رامنځته شوي چې پر مهال ځینې کسان وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام