یوشمېر ښځې نن د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې د اعتراض په ډول سړکونو ته راووتلي، څو دغه ځای کې پر یوه ښوونیز مرکز پرونی برید وغندي، خو د اسلامي امارت ځواکونو د اعتراض اجازه ور نه‌کړه.

د ا.ا ځواکونو په دې سیمه کې خبریالانو ته هم اجازه ور نه‌کړه چې یاد لاریون ته خبري پوښښ ورکړي.

په همدې حال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ښځینه زده‌کړیالانو هم نن په دغه پوهنتون کې را ټولې شوې وې او د کاج ښوونیز مرکز پر زده‌کوونکو پرونی برید یې وغانده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

پرون سهار شاوخوا اووه بجې د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج ښوونیز مرکز» هغه مهال ځانمرګی برید وشو چې هلته نږدې ۱۵۰ زده‌کوونکي د کانکور ازمایښتي ازموینې ورکولو لپاره را ټول شوي وو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش دغه برید غندلی او هغه یې ناوړه عمل بللی دی. د ګوټرېش د دفتر له لوري یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي: «زده‌کړې یو بنسټیز حق او د دایمي سولې او پرمختګ لپاره مهمه لاره ده.»

خبرپاڼې له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د قوم او جنسیت له په پام کې نیولو پرته باید د ټولو افغانانو لپاره د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس وېسټ د کابل پرونی برید زړه‌ماتوونکی بللی دی. هغه پر ټویټر لیکلي: «پر معصومو زده‌کوونکو برید هېڅ توجیه نه لري. خپله ژوره ډاډګیرنه قربانیانو او د هغوی خپلوانو ته وړاندې کوم.»

د بښنې نړیوال سازمان هم دغه برید غندلی او اسلامي امارت یې د لږکیو د امنیت خوندیتوب کې پاتې بللی دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې یا یونيسف، د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافيرې او یوناما هم د دغه برید په غبرګون کې ویلي چې پر بې‌ګناه افغان زده‌کوونکو برید د توجیه وړ نه دی. دوی له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د دې پېښې عاملان ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بله‌خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخوانۍ ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله، د ټولنیزو شبکو کاروونکو او ګڼو نورو سیاستوالو بیا د دغه برید د غندنې ترڅنګ، غوښتنه کړې چې اسلامي امارت دې د افغانانو د امنیت ټینګښت او خوندیتوب لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې د عاملانو نیولو لپاره لاس په‌کار شوي دي.

وسله‌والو بریدګرو پرون سهار شاوخوا اووه بجې کابل کې پر «کاج ښوونیز مرکز» برید وکړ چې له کبله یې لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما نن ماسپښین پر ټویټر ولیکل چې د دوی د موندنو له مخې، د کابل پروني برید کې ۳۵ کسان وژل شوي او ۸۲ نور ټپیان شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام