پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل دشت‌برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز نننی خونړی برید غندلی او هغه یې د ټولو اسلامي او انساني اصولو سره په ټکر کې بللی دی.

حامد کرزي نن جمعه د تلې اتمه پر خپله فېسبوک‌پاڼه دغه برید د افغانستان د پرمختګ د دښمنانو ښکاره دسیسه بللې او پر هېواد‌والو یې غږ کړی چې خپل منځ یووالی ولري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي لیکلي: «د بشر ضد دغه جنایت د افغانستان د پرمختګ او ابادۍ د دښمنانو ښکاره دسیسه ده او د دې ښکارندوی کوي چې دوی د افغانستان د ابادۍ او روښانه راتلونکې لپاره زموږ د ځوانانو له هوډ وېره لري.»

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

نوموړي ټينګار کړی چې د پردیو دسیسو له‌منځه وړلو لپاره ملي یووالي او په ملي کچه خبرو ته اړتیا ده.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام