د کابل نننۍ چاودنې ته غبرګونونه؛ ریچارډ بنټ: د افغانستان پر راتلونکې برید ودروئ

د کابل د دیارلسمې امنیتي حوزې اړوند دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز د نننۍ مرګوني برید ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د بشر‌ي‌حقونو په چارو کې د ملګرو‌ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بنټ دغه برید غندلی دی.

اسلامي امارت د کابل پر «کاج» ښوونیز مرکز برید «لوی وحشت» بللی

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.

نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

د کابل نننۍ چاودنې ته غبرګونونه؛ کرن ډېکر: شرمناک عمل دی

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې کرن ډېکر د کابل په لوېدیځ دشت‌برچي سیمه کې پر «کاج» ښوونیز مرکز نننی برید غندلی او هغه یې یو شرمناک عمل بللی دی.

د افغانستان لپاره د امریکا شاژدافیرې په دغه برید کې د قربانیانو  کورنیو سره خپله خواږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله ښودلې ده.