Asset 1SWN

سلام وطندار

اسلامي امارت د کابل پر «کاج» ښوونیز مرکز برید «لوی وحشت» بللی

۲۰۲۲۰۹۳۰_۰۹۱۴۵۵

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.

نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي همداراز لیکلي چې د دغه برید د عاملانو د نیولو لپاره به جدي هڅې وشي. نن له غرمې مخکې د کابل دشت‌برچي سیمې اړوند کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هغه مهال چاودنه وشوه چې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي دغه مرکز ته د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره ورغلي وو.

د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چاودنه کې تراوسه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي، خو ځینو سرچینو بیا ویلي چې دغه برید کې څه باندې ۳۰ کسان وژل شوي او د ۴۰ په شاوخوا کې کسان ټپیان دي.

سلام‌وطندار پر  ټوېټر هم وڅارئ

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام