د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ سیمه کې چاودنه تایید کړې او ویلي یې دي، پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

چاودنه نن چهارشنبه د وږي ۳۰مه د برښنا عمومي ریاست ته څېرمه په یوه هوټل کې رامنځته شوې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

تراوسه د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم. د کابل امنیې قومنداني ویاند زیاته کړې چې د امنیتي څېړنو یوه ډله د چاودنې لامل معلومولو لپاره سیمې ته ورغلې ده.

په ورته مهال یو‌شمېر رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دغه چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې د برښنا شرکت ځینې کارکوونکي دغه هوټل کې د غرمې ډوډۍ پر خوړلو لګیا وو.

ویل کېږي چې د دې چاودنې قربانیان هم د برښنا شرکت کارکوونکي دي. ځینې غیررسمي سرچینې بیا وايي، د مرګ‌ژوبلې په اړه ورکړل شوې رسمي شمېرې له دې زیاتې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

تراوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام