Asset 1SWN

کابل؛ درې بېلابېلو چاودنو کې ۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپيان دي

IMG-20210206-WA0001-p2gihxwrfdtwha0r62531ngc27rocsvfwi3yk9kbro

کابل ښار نن له دوه ساعتونو کمه موده کې د درې چاودنو شاهد و. د کابل امنيې قومندانۍ وايي، يادو چاودنو کې ۲ ملکيان او نظامي کس وژل شوي او ۵ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د امنيې قومندانۍ په وينا، لومړۍ چاودنه سهار شاوخوا ۹ بجې د کابل لومړۍ امنيتي حوزې باغ قاضي سيمه کې په يوه دوکان کې وشوه. پوليسو پيل کې وويل چې په دې چاودنه کې د ۳ سکانو په ګډون ۶ کسان ټپيان شوي دي.

د کابل د امنيې قومندانۍ د معلوماتو له مخې دويمه چاودنه هم هغه مهال وشوه چې کله خلکو ټپيانو سره مرسته کوله. د پوليسو په وينا، په دويمه چاودنه کې د يوه سک په ګډون ۲ کسان وژل شوي دي او همداراز د يوه سک په ګډوند ۵ کسان ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې د چاودنې د څرنګوالي په اړه معلومات نشته.

درېيمه چاودنه بيا مخکې له غرمې شاوخوا لس نیمې بجې د کابل ښار يوولسمې حوزې د خيرخانې «ګولايي حصه اول» سيمه کې د پوليسو پر يوه رنجر موټر شوې ده. د معلوماتو له مخې په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې هدفي وژنې ا چسپکي ماين چاودنې تر بل هر وخت زياتې شوې دي.

تر اوسه پورې د نن ورځو چاودنو د مسووليت په اړه کوم چا او يا وسله‌والې ډلې څه نه دي ويلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام