Asset 1SWN

سلام وطندار

بغلانی مدني فعال عابد جاهد کابل کې ترور شو

Untitled-1-p0pvj88kfuair6mpu43wctet67b9jj0c76f3cu1v2s

 

د کابل امنيې قومندانۍ تاييدوي چې بغلانی مدني فعال عابد جاهد تېره ورځ ماښام د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

د يادې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، عابد جاهد د يادې ناحيې «بوستان کابل» سيمه کې وژل شوی او زياتوي چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

عابد جاهد افغانستان کې د سني مذهبو هزاره‌ګانو د سراسري شورا د رهبرۍ غړی او د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مدني فعال و.

دا په داسې حال کې ده چې ۹ ورځې وړاندې کاپيسا ولايت کې د ښځو د حقونو فعاله فرشته کوهستانۍ هم له خپل ورور سره ووژل شوه.

د يادو دواړو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام