بغلانی مدني فعال عابد جاهد کابل کې ترور شو

د کابل امنيې قومندانۍ تاييدوي چې بغلانی مدني فعال عابد جاهد تېره ورځ ماښام د کابل ښار په اوولسمه ناحيه کې د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري ووژل شو.

د يادې قومندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي، عابد جاهد د يادې ناحيې «بوستان کابل» سيمه کې وژل شوی او زياتوي چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

ولسمشر غني عامې روغتيا وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي

وروسته له دې چې احمدجواد عثماني د عامې روغتیا له وزارته ګوښه شو ولسمشر غني وويل، دغه وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر  محمد اشرف غني دا خبره تېره ورځ ماښام د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د یاد وزارت له معینانو او نورو مسوولانو سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.

پروان کې پر يوه کور د وسله‌والو غلو بريد کې يو کس وژل شوی او يو ټپي دی

د پروان ولايت محلي مسوولان وايي، جبل‌السراج ولسوالۍ کې پر يوه کور وسله‌والو غلو بريد کړی چې له کبله يې يوه مېرمن وژل شوې او يو سړی ټپي دی.

د جبل‌السراج ولسوال سیف‌الله بېدار د ياد خبر په تاييد سره سلام‌وطندار ته وویل، دغه پېښه تېره شپه ۹ بجې د يادې ولسوالۍ «خواجه‌خېل» سيمه کې شوې ده.