Asset 1SWN

سلام وطندار

ولسمشر غني عامې روغتيا وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي

Ghani-Healt-Ministry

 

وروسته له دې چې احمدجواد عثماني د عامې روغتیا له وزارته ګوښه شو ولسمشر غني وويل، دغه وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر  محمد اشرف غني دا خبره تېره ورځ ماښام د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د یاد وزارت له معینانو او نورو مسوولانو سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر غني عامې روغتیا وزارت کې ویلي: « په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی.»

ولسمشر ويلي، ياد وزارت ته به دا ځل سياسي شخص نه معرفي کوي، سرپرست ټاکل کېږي او د دې ادارې کارکوونکي به يو مسلکي او مسوول کس ولري.

جمهوررييس ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې به ټول تغیرات او تعینات د قانون له مخې کېږي او د نوموړي له لاسلیک پرته، د مقرریو ټول نوملړونه اعتبار نه لري.

د نوموړي په وينا، په وزارت کې باید د همکارۍ، همدلۍ او پيوستون کاري فضا او د اصلاح لپاره ټینګه اراده موجوده وي.

ولسمشر همداراز ويلي، سلیقوي چلند نه شي ترسره کېدای، معیارونه واضح او د تېرو شپږو میاشتو د قراردادونو پر بهیر بیا کتنه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د عامې روغتيا پخواني وزير احمد جوا عثماني پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې نوموړي له خپلې دندې استعفا نه ده ورکړې، خو د جمهوري رياست د چارو د ادارې له لوي رياسته يې يو مکتوب ترلاسه کړی چې ښيي د نوموړي استعفا منل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام