د پروان ولايت محلي مسوولان وايي، جبلالسراج ولسوالۍ کې پر يوه کور وسلهوالو غلو بريد کړی چې له کبله يې يوه مېرمن وژل شوې او يو سړی ټپي دی.
د جبلالسراج ولسوال سیفالله بېدار د ياد خبر په تاييد سره سلاموطندار ته وویل، دغه پېښه تېره شپه ۹ بجې د يادې ولسوالۍ «خواجهخېل» سيمه کې شوې ده.
د بېدار په وينا، غلو سره چې کله د کورنۍ له لوري مقاومت شوی ډزې يې کړي او پايله کې يې يوه مېرمن چې ۴۰ نه تر ۴۵ کلونو پورې عمر درلود وژل شوې او ځوان زوی يې ټپي شوی دی.
نوموړي زياته کړه، د غلو نښې نښانې موندل شوي او ډېر ژر به ونيول شي.
د يوه بل خبر له مخې پروان ولايت کې امنيتي مسوولان وايي، د يوه ساختماني شرکت درې کارکوونکي د ګازو د نيول کېدو له کبله مړه شوي دي.
امنيتي مسوولان وايي، دغه پېښه تېره شپه د ياد ولايت چاريکارو ښار د «تتمدرې» سيمه کې د کاريګرو په خونه کې شوې ده.
د دوی په وينا، دغو کسانو هر يوه يې له ۲۰ نه تر ۲۵ کلونو پورې عمرونه درلودل.
د يادولو ده چې ۴۰ ورځې وړاندې پکتيا کې يوه ناوې او زوم هم د ګازو د نيول کېدو له کبله مړه شوي وو.