د کورنیو چارو وزارت مسوولان وایي چې کابل کې د دفاع وزارت سرپرست بسم‌الله محمدي پر کور د وسله‌والو برید له پنځه ساعته نښتې وروسته پای ته رسېدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وایي چې د دغې نښتې پر مهال د یوې مېرمنې په ګډون ۸کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي. ډېری وژل شوي او ټپیان ملکیان دي.

د  دفاع وزارت چارسمبالي بسم‌الله محمدي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په برید کې ده او کورنۍ ته زیان نه دی اوښتی. هغه زیاته کړې چې په دغه برید کې یې یو‌شمېر ساتونکي ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند هم وایي، په دغه برید کې ۸۰ کسان چې د برید کوونکو له لوري  نیول شوي وو او یا هم د برید پر مهال په شاوخوا کورونو کې ګېرپاتې وو، د ځانګړو ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

میرویس ستانکزی زیاتوي چې دغه شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي د برید د قربانیان شمېر کې بدلون راشي. هغه وايي، د لومړیو معلوماتو پر بنسټ، برید کوونکي پنځه کسان وو چې دوه یې د موټر بم چاودنې پر مهال وژل شوي او پاتې درې وسله‌وال چې له چاودنې وروسته کور ته دننه شوي وو، له ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت وسله‌والو طالبانو پرغاړه اخیستی او ویلي یې دي چې د دفاع وزارت د چارسمبالي پر مهمه غونډه یې ځانمرګی برید کړی چې درنه مرګ‌ژوبله یې درلوده.

وسله‌والو طالبانو ویلي، دغه برید یې د افغانستان د دولت رهبرانو او مهمو شخصیتونو څخه د غچ اخیستو په بدل کې کړی چې په ولایتونو کې یې د دوی پر وړاندې د بریدونو امر کړی دی.



د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند په شېر‌پور سیمه کې د دفاع وزارت د چارسمبالي پر کور د وسله‌والو برید بېګاه شپه پیل شوی وو. له دغه برید ساعت وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی عبدالستار میرزکوال د برید په سیمه کې حضور لري او د برید کوونکو پر وړاندې د عملیاتو مشري کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له څه مودې راهیسې په کابل ښار کې دا شان بریدونه کم شوي وو. له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا لومړی ځل دی چې د کابل ښار په زړه کې موټربم ځانمرګی برید کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام