د زړو یا دویم لاس توکو پلور په لویو ښارونو کې ښه بازار لري او ځینې وخت د ټولنې بېوزله کسان چې په پلورنځيو کې د اړتیا وړ توکي نه شي رانیولی، کولای شي چې هماغه جنس په نیمه بیه د زړو یا دویم لاس توکو له پلورنځیو څخه راونیسي.
البته کوم جنس چې د زړو توکو بازار کې پلورل کېږي، دومره زوړ هم نه وي چې کار ترې نه شي، اخیستل کېدای. ډېر ښه او غوره کیفیت لرونکي جنسونه هم په کې پیدا کېږي. د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې هم له پخوا راهیسې زاړه توکي پلورل کېږي، خو په دې وروستیو کې د زړو یا دویم لاس توکو دوکانونه له دغو توکو ډک دي.
په دې اړه مو د دویم لاس توکو له یوشمېر هټۍوالو سره خبرې کړي او ترې پوښتلي مو دي چې ولې د دوی بازار سوړ دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
صدیق د کابل ښار کارته پروان سیمه کې د زړو توکو د پلور څوهټۍ لري. هغه وايي، کاروبار یې خراب شوی او داسې هم شوی چې په ورځ کې یو کس نه دی ورغلی، خو لسګونه کسان ورغلي چې خپل د کور زاړه توکي پرې وپلوري.
د صدیق په وینا، ګڼشمېر پېرېدونکي یې د بېوزلۍ له امله خپل توکي پلوري او ډېر کمشمېر یې د هېواد خوشې کولو لپاره، د خپل کور د توکو پلورلو پرېکړه کوي.
هغه وویل، هېوادوال د خپلې راتلونکې په اړه ناهیلي شوي او هره شېبه فکر کوي چې هېواد به سقوط وکړي.
هغه وویل: «غریب خلک یې ولې پلوري، د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره. زمونږ کارونه سقوط شوي، کاروبار نه لرو، ځکه چې خلک پیسې نه لري چې یو څه واخلي. اقتصادي بحران دی هرڅه لمنځه تللي، ختم شوي دي. خلکو ته هېڅ نه دي پاتې، خلک وايي، هره ورځ جګړه ده چې څه به کېږي.»
په ورته مهال همایون چې د کابل په افشار سیمه کې د زړو یا دویم لاس توکو هټۍ لري او زړې غالۍ اخلي وايي، له کله راهیسې چې امنیتي وضعیت خراب شوی او هره ورځ ولسوالۍ سقوط کېږي، ګڼشمېر کسان د غالیو پلورلو لپاره د ده هټۍ ته ورځي.
- کابل کې يو شمېر لوستې نجونې: د کاري تجربې نه لرلو له کبله دوکانداري کوو
- نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۳۲ میلیونه ډالره مرسته وکړه
- پکتیا کې د مېرمنو لپاره د سوداګریز مارکیټ د جوړېدو غوښتنه
د هغه په وینا، یوه پېرېدونکي یې د دې لپاره چې د خپلې خور د کورنۍ لپاره چې له یوه ولایت څخه راغلې وه، کور په کرایه ونیسي، دوه تختې غالۍ دپلور لپاره ور وړې وې.هغه زیاته کړه: «زمونږ کاروبار بیخي خراب شوی، له تېرو درې څلورو میاشتو راهیسې چې جګړې زیاتې شوي، هېڅ خوند یې نشته. څنګه چې پخوا وو، اوس هغسې نه دي، ځکه چې هېواد کې مو جګړه ده، کاروبار ډېر خراب شوی.»
محمد جاوید چې کارته سه کې زاړه توکي پلوري وايي، دی او ملګري یې د بېکارۍ په دلیل هره ورځ سهار څخه تر ماښام پورې ګیم وهي. هغه وویل، زیات کسان ورته د خپلو توکو پلورلو لپاره ورځي، خو دا چې د اخیستو لپاره پیسې نه لري، اکثره مراجعینو ته منفي ځواب ورکوي.
جاوید خپل دوکان کې څلور توشکې راښيي چې داسې یوه کس څخه یې اخیستي چې د خپل اولاد د درملنې لپاره یې پیسې نه درلودې او اړ شوی وو چې دغه توشکې پر ده خرڅې کړي.
د هغه په وینا، ځینې وخت اړ کېږي چې یو جنس واخلي، ځکه پېرېدونکي یې د توکو له پلورلو پرته بله هېڅ چاره نه لري.
په هېواد کې د جګړو زیاتېدل د دې لامل شوي چې ګڼشمېر خلک له خپلو سیمو بېځایه شي او یا هېواد خوشې کړي. خو د زړو یا د دویم لاس توکو د پلورونکو په وینا، زیاتره هغه کسان چې هېواد خوشې کوي، شتمن دي او خپل د کور وسایل نه پلوري.
د هغوی له نظره، یو له هغو لاملونو څخه چې هېوادوال د خپل کور وسایل په ډېره ټيټه بیه پلوري، بېوزلي او ناچاري ده.