د نړیوال بانک مدیره پلاوي پرون له افغانستان سره د نړیوالې پراختیا ادارې ۱۳۲ میلیونه ډالره وړیا مرسته تصویب کړې ده. نړیوال بانک په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یادې پیسې به د بنسټیزو اصلاحاتو پروسې د دوام، د دولتي ادارو د لګښتونو او مالي روڼتیا، د حکومتولۍ پیاوړتیا او د خصوصي پانګونې د هڅونې له لارې د افغانستان اقتصادي ودې ته د رسېدو په برخه کې ولګول شي.
د نړیوال بانک په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د افغانستان د بیارغونې صندوق هم د دغه پروګرام د ملاتړ لپاره ۳۰۰ میلیونه تازه مرسته کوي. د افغانستان د بیارغونې صندوق د ۳۴ نړیوالو تمویلوونکو او مرستندویه هېوادونو په استازولۍ د نړیوال بانک له لوري مدیریت کېږي. له افغانستان سره د تازه مالي مرستو کچه ۴۳۲ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نړیوال بانک ویلي چې په افغانستان کې ماتېدونکي سیاسي وضعیت او د کورونا ویروس خپرېدو د افغانستان پر اقتصاد، د دولت مالي سېسټم او د ټولنیزې پراختیا پر پایلو ناوړه اغېزې کړې دي.
- نړیوال بانک: د افغانستان ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
- نړيوال بانک افغانستان سره کورونا واکسين پېرلو لپاره ۱۱۳ میلیونه ډالره مرسته کوي
- افغانستان کې د کرونا واکسين لومړی پړاو د نړيوال بانک په مرسته تطبيقېږي
د نړیوال بانک د خبرپاڼې پر بنسټ، تېر زېږدیز کال د کورونا ویروس خپرېدو او د ښارونو کورنټین کېدو له کبله خلکو دندې او کاري بوختیاوې له لاسه ورکړې او د افغانستان د اقتصادي ودې کچه دوه سلنه را ټیټه شوه.
بلهخوا د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییس هېنري کرالي ویلي: «د تازه مالي مرستې تصویب د اقتصادي-ټولنیز وضعیت د ښهوالي لپاره چې د کورونا ویروس له کبله اغېزمن شوی، له افغانانو سره د نړیوال بانک اوږدمهاله او تلپاتې ژمنتیا ښيي.»
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر رییس زیاته کړې چې دغه بانک تیار دی، څو په اوسني سخت وضعیت کې اقتصادي ودې او پر ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د اصلاحاتو پروسې د دوام او د دغه هېواد د لاستهراوړنو ساتنې په موخه له افغان دولت سره د نږدې همکاریو له لارې نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.