Asset 1SWN

سمنګان کې پر کروندو د ملخانو برید له امله کروندګرو ته زیانونه اوښتي

a5c26701-4e91-47bb-a6c2-76f414df3c9d

د سمنګان د لرې پرتو کلیو یوشمېر کروندګر په خپلو کلیو کې د ملخانو له زیاتوالي څخه  شکایت کوي او وايي، ملخانو یې کروندې ویجاړې کړي او ډېر مالي زیانونه یې وراړولي دي.

د کروندگرو په وینا، د سمنګان مرکز ایبک ښار او د حضرت سلطان، خرم، سارباغ او دره صوف پاین ولسوالیو ګڼ‌شمېر کروندې د ملخانو له برید سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دې ولایت دوو کروندګرو ارباب غوث‌الدین او عبدالبشیر سلام‌وطندار ته وویل چې د ملخانو برید دوی ته ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وویل: «سږ کال دومره ملخان وو چې په ډاډ سره ویلای شم چې لومړی د خدای، دویم که د کرنې ریاست همکاري نه وای، نو ملخانو به ټول سمنګان خوړلی وای، زیات  شمېر ملخان مو له‌منځه یوړل چې اوس هم د ملخانو شمېر زښت زیات دی او زموږ کروندې یې خرابې کړې دي.»

نوموړي وویل: «ملخان اوس واړه دي او په اسانۍ له‌منځه ځي، خو کله چې لوی شي، وزرونه پیدا کړي، بیا په سختۍ له‌منځه ځي او زیاته اندازه دوا هم پرې مصرفېږي، همدا یې ښه وخت او فرصت دي چې اوس یې له‌منځه یوسو، له دولت مو غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې همکاري راسره وکړي، درمل راکړي، څو له دغه افت څخه خلاص شو.»

د سمنګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د نباتاتو د ساتنې عمومي مدیر ګلاب‌الدين غياثي وايي، سره له دې چې د ملخانو د له‌منځه وړلو په برخه کې د دغه رياست ښه تدابیر هم نیولي وو، خو سره له هغې بیا هم دغه ملخان له‌منځه نه دي تللي.

هغه وویل: «موږ ځینې کروندګر د پیسو په مقابل کې په کار استخدام کړل او د بیل، کولنګ، ترپال او تراکتور په واسطه مو دغه ملخان راټول او ښخ مو کړل او د کمیاوي درملو په واسطه مو دغه ملخان له‌منځه یوړل، که موږ دغه کار نه وای کړی، د ټول سمنګان کروندې له‌منځه تلې، اوس هم په ځینو سیمو کې ملخان شتون لري چې سلګونه هکتاره د کروندو ځمکې یې له ګواښ سره مخ کړې او له‌منځه یې  وړې دي.»

په همدې حال کې د بغلان د کرنې کارپوه شریف‌الله عاظم  ملخان یو ضررناکه او زیان اړونکې حشره بولي او وايي، که چارواکي د دې حشرې د مخنیوي لپاره تر درېوو میاشت پورې مبارزه ونه کړي، بیا هغه مهال دغه ملخان پرواز کوي او له‌منځه تلل یې ګرانیږي.

نوموړي زیاته کړه: «ملخان یوه لنډه موده  پورې دوام کوي، لومړۍ دوره یې تر یوه میاشت تر شپږې میاشت پورې بیا لویېږي او پرواز کوي، تراوسه درې میاشت وخت لري، که دغه درېوو میاشتو کې مخنیوی ونه‌شي، بیا یې له‌منځه تلل سختېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

سمنګان د هېواد په شمال کې یو له لرغونو او کرنیزو ولایتونو څخه دی چې د دغه ولایت ډېری وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام