د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز؛ «د دې لپاره چې وزګاره او کور کې بندیوانه نه‌شم، قابلګي لولم»

سحر ساپۍ چې د اقتصاد پوهنځي د څلورم کال زده‌کړیاله او اول‌نومره وه، وايي چې غوښتل یې سوداګره او د پوهنتون استاده شي، خو اوس یې قابلګي ته مخه کړې ده.
سحر وايي چې په سختۍ سره یې درې کاله پوهنتون ولوست او کورنۍ به یې د زده‌کړو لپاره پیسې پور کولې، خو په وینا یې، اوس اړ ده چې د خپلو پورونو پرې کولو لپاره قابلګي ولولي.

عبدالکبیر: هر ډول نیوکې په ورین تندي منوو

د ریاست‌الوزرا سرپرست عبدالکبیر نن (د غبرګولي څلورمه، د پنجشنبې ورځ) په سپیدار ماڼۍ کې یوې غونډې ته چې د ا.ا لوړپوړي چارواکي په‌کې ناست وو، د وینا پر مهال ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.

د ناروې د کډوالو شورا مشر: هیله‌مند یم ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وګرځي

د ناروې د کډوالو شورا (NRC) مشر یان ایګلنډ سلام‌وطندار ته وايي چې د ا.ا چارواکو سره تر لیدنې وروسته هیله‌مندی دی چې د یاد بنسټ ښځینه کارکوونکې بېرته خپلو دندو ته وروګرځي.

یان ایګلنډ پرون چهارشنبه د غبرګولي درېیمه افغانستان ته د خپل سفر پر مهال کندهار کې د ا.ا له چارواکو سره لیدلي دي.

لوګر کې د کتابونو او لرغونو اثارو نندارتون جوړ شو

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرکز پل‌علم کې د کتابونو او لرغونو اثارو یو ورځنی نندارتون جوړ شو.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېع‌الله صمیم سلام‌وطندار ته وویل، جوړ شوي نندارتون کې یې زرګونه ټوکه دیني، اسلامي، ادبي، اقتصادي او معلوماتي کتابونه او لسګونه قلمه تاریخي اثار نندارې ته وړاندې کړي. نوموړي د دغه نندارتون موخه ټولنه کې د کتاب مطالعې ته د ځوانانو رابلل او د لرغونو اثارو پېژندل دي.

د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان خوشې شوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د پاکستان د سِند ایالت له زندانونو د ماشومانو په ګډون ۶۶ نور افغان بندیان خوشې شوې دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل نن پنج‌شنبه د غبرګولي څلورمه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان بندیان پاکستان کې د افغان سفارت او کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ په هلو ځلو خوشې ازاد شوي دي.

غور کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غور امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دواړه پېښې د یاد ولایت په تیورې او دولتیار ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د تیورې ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی او دولتیار ولسوالي کې بیا یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

کندوز کې کروندګرو د مېوه‌لرونکو باغونو جوړولو ته مخه کړې

تجارتي باغونه د بڼوالۍ هغه بڼه ده چې په وروستیو کې ګڼ‌شمېر کروندګرو ورته مخه کړې او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې برابروي.

دغه کروندګر زیاتوي چې د سوداګريزو باغونو جوړول پانګه او د باغدارۍ په سېسټم کې پوهاوی غواړي او له همدې کبله له دولتي چارواکو او مرستندويه بنسټونو څخه د ورته باغونو په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه کوي.