د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د غور غږ راډیو د مسوول مدیر بسم‌الله عادل ایماق د کورنۍ درې غړیو وژل کېدو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې او د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی د دې پېښې د څېړلو غوښتنه کړې ده.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د بسم‌الله عادل د کورنۍ پر غړیو د ناپېژنده وسله‌والو برید غندلی او له امنیتي ادارو یې غوښتي چې دا پېښه په بشپړه توګه وڅېړي، عاملان یې ونیسي او سزا ورکړي.

د دغې کمېټې په خبرپاڼه کې له حکومت نه غوښتل شوي چې د ایماق د کورنۍ غړي وساتي. د خبرپاڼې له مخې، ناپېژنده وسله‌والو د غور د مرکز فېروزکوه ښار په «تد غه تیمور» سیمه کې د بسم‌الله عادل د کورنۍ درې غړي وژلي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دغه برید د عاملانو او انګېزې په اړه څه نه دي ویلي، خو د بسم‌الله عادل ورور حیات‌الله عادل چې د غور د پولیسو دویمې امنیتي حوزې امر هم دی، سلام‌وطندار ته ویلي چې طالبانو یې بېګاه پر کور برید کړی دی. د نوموړي په وینا، په برید کې یې یو ورور، یو د کاکا زوی او یوه هم ورېره وژل شوي او ۵ کسان ټپیان شوي دي.

خو طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي. د دې ډلې ویاند یوسف احمدي وايي چې یاد برید دوی نه دی کړی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، حکومت، په ځانګړي ډول امنیتي ادارې باید د ایماق او د هغه د کورنۍ غړیو د وژل کېدو په په اړه معلومات وړاندې کړي. دغې کمېټې د افغان خبریالانو او د هغو د کورنۍ غړیو د امنیت او خوندیتوب په اړه سخته اندېښنه ښودلې ده.

د دې کمېټې په وینا، د خبریالانو د هدفي وژنو لړۍ چې د تېر میلادي کال په نومبر میاشت کې پیل شوې، نه یوازې د خبریالانو امنیت او ژوند ګواښلی، بلکې د اغېزناکه خبرونو او نورو رسنیزو فعالیتونو د محتوا د تولید په برخه کې یې د خبریالانو او رسنیو پر وړتیا منفي اغېز کړی دی.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې یا نی هم د بسم‌الله عادل د کورنۍ درې غړیو د وژلو پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده.

نی په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د بسم‌الله عادل د پلار پر کور وسله‌وال برید کې د یادې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي. نی د راپورونو پر بنسټ زیاته کړې چې وسله‌والو په دغه برید کې د عادل د کورنۍ دوه غړي له ځانه سره هم بیولي دي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې هم له امنیتي ادارو غوښتي چې یاده پېښه وڅېړي او قاتلان یې د قانون منګولو ته وسپاري.

نی دغه راز، له حکومت نه غوښتي، څو روښانه کړي چې ایا د عادل ایماق پر کور برید د هغه له رسنیزو فعالیتونو سره تړاو درلود، که نه.

بسم‌الله عادل ایماق

په افغانستان کې د ناټو قومانداني هم په یوه ټویټ کې دغه برید غندلی او د ورته پېښو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

ناټو لیکلي: «په غور کې د خبریال او مدني فعال بسم‌الله عادل ایماق له وژل کېدو دوه میاشتې وروسته، خبر شو چې د کورنۍ غړي یې هم په نښه شوي دي. اوس د افغانستان د ازادو رسنیو رول له بل هر وخته مهم دی. دغه بریدونه باید ودرول شي!»

د غور غږ راډیو مدیر مسوول بسم‌الله عادل ایماق نږدې دوه میاشتې وړاندې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې ترور شو.

د ملي امنیت عمومي ریاست د نوموړي له وژل کېدو څو ورځې وروسته وویل چې د غور د ولایتي شورا غړي عزت‌الله بېګ د هغه په ترور کې لاس درلود. امنیتي ځواکونو غوښتل عزت‌الله بېګ ونیسي، خو کله یې چې هغه پر وړاندې وسله‌وال غبرګون وښود، ځانګړو ځواکونو په نښه او وواژه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام