Asset 1SWN

‎د بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید؛ ۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپيان دي

2FD8D22E-D0B9-4471-9D21-333A1268A907

د غور امنیتي سرچینې وايي، د «غور غږ» را‌‌‌‌‌‌ډيو د پخواني مسوول مدیر بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید کې د نوموړي د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

‎د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې امر او د بسم الله عادل ورور حیات الله عادل وايي، تېره شپه طالبانو د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار «تغه تیمور» سیمه کې د نوموړي پر کور برید کړی.

د عادل په وینا، په دې برید کې یې یو ورور، د کاکا زوی او یوه ۱۵ کلنه ورېره وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د غور د دویمې امنیتي حوزې امر زیاتوي، طالبانو له برید وروسته د دوی کور ته اور هم اچولی دی.

د یاد ولایت امنیې قومندان عبدالقادر ولي‌زاده دغه پېښه تاییدوي؛ خو جزیات نه ورکوي.

طالبانو بیا په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

د غور غږ را‌‌‌‌‌‌ډیو مسوول بسم الله عادل شاوخوا دوه میاشتې وړاندې ناپېژاندو وسله والو وواژه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام