Asset 1SWN

لوګر کې د طالبانو پر زندان د کومانډویانو عملیات؛ ۲۲ بندیان را خوشې شول

142400374_462024828150317_3059683988914563620_n

په لوګر ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول‌اردو د څلورمې پلې لېوا قوماندان محمدیاسین سداد وايي چې افغان کومانډو ځواکونو د دغه ولایت په څرخ ولسوالي کې د طالبانو یو زندان مات کړی او ۲۲ بندیان چې ملکیان او نظامیان په‌کې دي، را خوشې کړي دي.

نوموړي سلام وطندار ته وویل، یاد عملیات بېګاه د څرخ ولسوالي په اب‌جوش سیمه کې د طالبانو پر یوه مهم مرکز شوي دي.

د سداد په خبره، افغان کومانډو ځواکونو د دغو عملیاتو په پایله کې د طالبانو له زندانه ۱۵ ملکي وګړي او ۷ نظامیان را خوشې کړي دي.

هغه زیاتوي چې په عملیاتو کې دوه طالبان هم وژل شوي او ۳ نور ژوندي نیول شوي دي.

 وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو عملیات کړي او سلګونه بندیان چې ملکیان او نظامیان په‌کې شامل وو، را خوشې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام