د بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید؛ ۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپيان دي
د غور امنیتي سرچینې وايي، د «غور غږ» راډيو د پخواني مسوول مدیر بسم الله عادل پر کور د طالبانو برید کې د نوموړي د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د یاد ولایت د دویمې امنیتي حوزې امر او د بسمالله عادل ورور حیات الله عادل وايي، تېره شپه طالبانو د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار «تغه تیمور» سیمه کې د نوموړي پر کور برید کړی.