د بسم‌الله عادل کورنۍ وايي، زوی يې هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د خلکو د غږ اوچتولو لپاره ووژل شو. د عادل پلار گل محمد عادل وايي، پر زوی يې څو ځله د وسله‌والو لوري بريدونه شوي دي چې روغ ترې وتلی و.

د نوموړي په وينا، دوی دا موضوع څو څو ځله له کشفي او استخباراتي ادارو سره شريکه کړې؛ خو هېڅ  پام ورته نه دی شوی.

د عادل کورنۍ له مسوولانو غواړي چې عاملان يې وپېژني او سزا ورکړي.

د بسم‌الله عادل وژنې ډېر غبرګونونه هم راپارولي دي. یوشمېر محلي خبریالان په غور کې د خبریالانو د هدفي وژنو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، هېڅ استخباراتي او کشفي ادارې دا موضوع جدي نه ده نیولې.

د غور محلي مسوولان په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي.

د غور غږ راډیو مدیر مسوول بسم‌الله عادل پرون د دغه ولایت د فېروزکوه ښار په لوېدیځه څنډه کې د ناپېژانده وسله‌والو له لوري ووژل شو. له هغه نه درې کوچني ماشومان پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام