Asset 1SWN

د بسم‌الله عادل او د هغه د کورنۍ د غړيو وژل؛ يو دولتي پلاوی يې پېښې څېړي

2FD8D22E-D0B9-4471-9D21-333A1268A907

غور ولايت ته د «غور غږ» راډیو د پخواني مسوول بسم الله عادل او د هغه د کورنۍ د ۳ غړيو د وژنې د څېړلو په موخه يو دولتي پلاوی ورغلی دی.

د وژل شوي خبریال بسم الله عادل کورنۍ وايي، د نوموړي په وینو لړلی کمیس يې له ځان سره ساتلی او د ولسمشر له لوري د پېښې د څېړنې لپاره ټاکل شوي پلاوي ته يې ورښيي چې غږ يې  واورېدل شي.

د عادل د کورنۍ غړي وايي، زورواکو او وسله‌والو طالبانو يې تېره میاشت د بسم الله عادل په ګډون د کورنۍ درې غړي ووژل او کور ته يې هم اور واچوه چې ټول شته يې په‌کې وسوځېدل.

دغې کورنۍ د اعتراض پرمهال وویل، د دې قضیې د څېړلو پرمهال دې عدالت تامین شي او قاتلانو ته دې له پېژندلو وروسته سزا ورکړل شي.

په همدې حال کې د ولسمشر له لوري د ټاکل شوي پلاوي مشر اجمل بلوچ‌زاده وايي، د بسم الله عادل او د کورنۍ د غړيو د وژنې قضیه به يې په جدي توګه وڅېړي.

د «غور غږ» راډیو مسوول بسم الله عادل د روان کال د جدي میاشتې پر ۱۲مه نېټه د ياد ولایت مرکز فېروزکوه کې د نامعلومه وسله‌والو له لوري ووژل شو. دوه اوونۍ وړاندې يې بیا د کورنۍ پر غړيو هم برید وشو چې د کورنۍ درې غړي يې په‌کې ووژل شول او کور ته يې هم اور واچول شو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام