د غور غږ راډيو مسوول بسم الله عادل خاورو ته وسپارل شو

د بسم‌الله عادل کورنۍ وايي، زوی يې هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د خلکو د غږ اوچتولو لپاره ووژل شو. د عادل پلار گل محمد عادل وايي، پر زوی يې څو ځله د وسله‌والو لوري بريدونه شوي دي چې روغ ترې وتلی و.
د نوموړي په وينا، دوی دا موضوع څو څو ځله له کشفي او استخباراتي ادارو سره شريکه کړې؛ خو هېڅ  پام ورته نه دی شوی.