د غور غږ راډيو مسوول بسم الله عادل خاورو ته وسپارل شو

د بسم‌الله عادل کورنۍ وايي، زوی يې هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د خلکو د غږ اوچتولو لپاره ووژل شو. د عادل پلار گل محمد عادل وايي، پر زوی يې څو ځله د وسله‌والو لوري بريدونه شوي دي چې روغ ترې وتلی و.
د نوموړي په وينا، دوی دا موضوع څو څو ځله له کشفي او استخباراتي ادارو سره شريکه کړې؛ خو هېڅ  پام ورته نه دی شوی.

طاهر زهیر: کورنيو چارو وزارت دې خبريالانو ته ډاډمن چاپېريال برابر کړي

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت سرپرست طاهر زهیر نن په يوه خبري ناسته کې له کورنيو چارو وزارته غوښتي چې خبريالانو ته ډاډمن چاپېريال برابر کړي.

زهير په دې غونډه کې ټينګار وکړ چې د خبريالانو د امنيت ساتل د کورنيو چارو وزارت او د امنيتي بسټونو…

د افغان حکومت د سولې مرکه‌چي پلاوی د دوشنبې په ورځ دوحې ته روانېږي

د افغان حکومت د سولې خبرو د مرکه‌چي پلاوي غړي حفيظ منصور نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وويل چې ټاکل شوې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې په خپل وخت له سره پیل شي.

حفيظ منصور ويلي، ټاکل شوې د افغان حکومت د سولې مرکه‌چي پلاوی د دوشنبې په ورځ د قطر دوحې ته لاړ شي.

ولسمشر د قطر له امیر سره پر سولې او اوربند غږېدلی

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثانی سره پر سولې او اوربند ټیلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه ټویټ کې لیکلي چې د قطر امیر له ولسمشر سره ژمنه کړې چې حکومت به یې د اوربند لپاره د لارې هوارولو په برخه کې هڅه وکړي.

هلمند کې د طالبانو د سل کسيزه قطعې د قومندان په ګډون ۵۰ وسله‌وال وژل شوي

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د هلمند ولايت مرکز لښکرګاه اړوند په سورګدر، بشران او د نادعلي، ګرمسېر او ناوې ولسواليو کې پوځي عمليات کړي چې په پايله کې يې  د وسله‌والو طالبانو د سل کسيزه قطعې د يوه قومندان «عبدالسلام» او ۳ ماين خښوونکيو په ګډون ۵۰ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

د کورونا دویمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه کړي او ۱۱۶ نور چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.
د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۲۳۰ نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۲۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.