Asset 1SWN

سلام وطندار

د کورونا دویمه څپه؛ په یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه شوي

0480cd2d-2b5c-4f2d-9bf2-ee8a66084126-p0rgrkkyuue1rgr37nykmil6b80j5zz0aa9x69zu0c

د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۱ کسان مړه کړي او ۱۱۶ نور چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې ۱۲۳۰ نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۱۶ ولایتونو کې د ۱۲۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۲ زره او ۷۰۶ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۲۲ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۲ زره او ۲۹۱ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تراوسه یې د ۲۰۲ زره او ۸۳۳ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۴ میلیونه او ۳۹۱ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له یو ملیون او ۸۳۵ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او ۵۹ میلیونه او ۶۵۶ زره نور بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او فرانسه هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام