Asset 1SWN

پر زده‌کړو محدودیتونه؛ یو‌شمېر مېندې د خپلو لورګانو ناڅرګنده راتلونکې ته اندېښمنې دي

164801009751jtb-326n88t-preview

افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زده‌کړو-لوړو زده‌کړو د محدودیتونو دوام او د ښوونځیو او پوهنتونونو د نه‌پرانېستل‌کېدو نامعلوم برخلیک، مېندې د خپلو لورګانو ناڅرګندې راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي.

سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۱۵ هغو مېندو سره مرکې کړي چې د ښوونځیو تړل‌کېدو له امله یې ځینو خپلې لورګانې واده کړې دي.

دوو مېرمنو خپلې لورګانې په واده ورکړي، درېوو مېندو پرېکړه کړې چې د خپلو لورګانو زده‌کړو لپاره له هېواده بهر کډوالي وکړي او یوه بله مور بیا وايي، که پر زده‌کړو شته محدودیتونه دوام ومومي، اړ دي، خپلې لورګانې واده کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې نبیلا چې د اوو لورګانو مور ده، سلام‌وطندار ته وايي، درې لورګانې یې د کابل پوهنتون زده‌کړیالې وې او له زده‌کړو د نجونو راګرځولو وروسته یې، یوه لور واده کړه.

هغې وویل: «لور لرم، شرایط داسې دي چې ټول یې اندېښمن کړي. یوه یې د طب وروستي سمسټر کې وه، یوه یې د انجینیري څلورم ټولګي کې او بله یې کمپیوټرساینس کې زده‌کړې کولې، بله یې شپږم ټولګي کې زده‌کړې کولې چې ورته ګورم ځورېږم او دا اندېښمنونکې ده. یوې چې طب لوست، کوژدن مې کړه.»

د بغلان اوسېدونکې سيما چې خپلې دوه لوڼې یې کوژدن کړي، وايي، وروسته له هغه چې د لورګانو پر مخ یې د ښوونځي دروازخه وتړل شوه، د راتلونکي لپاره يې يوازینی انتخاب واده وو. «زه لور لرم؛ زه ډېره اندېښنه کوم. څه موده وړاندې مې خپلې دوه لوڼې یوځای کوژدې کړې. زه غواړم چې زما لوڼې ښوونځي ته لاړې شي، زما لوڼې اندېښمنې دي. زه غواړم د دوی راتلونکی ښه وي. “زما لوڼې د کور مېرمنې شوې.»

د کابل یوه بله اوسېدونکې حسنا چې یوه لور لري، وايي: «۱۵کلن لور لرم، تېرکال اووم ټولګی یې پای ته ورساوه او ډېره اندېښمنه یم چې زده‌کړو ته یې دوام ورنه‌کړ او وېرېږم چې دا شرایط همداسې دوام ونه‌کړي. نه یوازې زه، ټولې مېندې اندېښمنې دي. که داسې دوام وکړي، شرایط به سخت شي.»

د کابل اوسېدونکې شکوفه چې یوه لور لري، د خپلې لور زده‌کړو راتلونکې ته په اندېښنې سره وايي: «زه یوه لور لرم، د یوې مور په توګه د خپلې لور راتلونکې ته اندېښمنه یم. کله چې زده‌کړې نه‌شي کولای، پرمختګ نه‌شي کولای. لور مې نهه کلنه ده او اندېښمنه یم او هیله‌منده یم چې هر څه ژر ښوونځي پرانېستل شي.»

بل‌ لور ته د نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لامل شوي چې ځینې کورنۍ خپلو لورګانو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو په موخه د کډوالۍ په اړه فکر وکړي.

د کابل اوسېدونکې زهرا وویل: «زه یوه لور لرم، دولس کلنه ده او شپږم ټولګي کې زده‌کړې کوي؛ ښايي راتلونکی کال فارغه شي او ښوونځي ته لاړه نه‌شي. ما پخوا دنده درلوده، خو اوس یې نه‌لرم او د لوړو زده‌کړو او اوسني اقتصاد وضعیت له امله اندېښمنه یم، که ونه‌شو، مجبوره یم ایران او نورو هېوادونو ته د خپلې لور د زده‌کړو لپاره لاړه شم.»

د کندوز اوسېدونکې اسما همداراز وویل: «لورګانې لرم، یوه یې یوولسم ټولګي کې وه او ښوونځی یې خلاصوه، اوس ورته اندېښمنه یم. یوه مېرمن ناروغېږي او ښځینه ډاکټرې ته یې بیايي، ایا دوی خپلې مېرمنې نارینه ډاکټر ته بیايي؟ البته چې نه. له وطن مې زړه تور شوی او د اولادونو زده‌کړو لپاره مې اړ یم چې هېواد پرېږدم.»

خو ځینې داسې مېندې هم شته چې خپلو لوڼو ته پر لیکه او انلاین بڼه د زده‌کړو زمینه برابره کړې او هغه تشه یې ډکه کړې چې د دوی د زده‌کړو پر وړاندې د شته محدودیتونو له امله رامنځته شوې. نبیلا او تهمینه چې د کابل اوسېدونکې خپلې لوڼې یې دې ته هڅوي چې په انلاین بڼه زده‌کړې او د هنر زده‌کولو ته مخه کړي.

نبیلا وویل: «یوه لور لرم چې له ښوونځي فارغه ده او ډېره ورته اندېښمنه یم. اتم ټولګي کې ده، کورونا راغله، نهم ټولګی یې هم پاتې شو، ډېره ناروغي یې تېره کړه. اوس انلاین زده‌کړې کوي او ډېره ترې خوښه نه‌ده.»

تهمینه هم وايي: «زما لور ډېره مایوسه وه؛ خو ما نه‌غوښتل چې د هغې نا‌امیدي، هغه له‌منځه یوسي. بیا ما خپله لور په کورسونو او مسلکي کارونو بوخته کړه او اوس یې رسامي په ښه توګه زده‌کړه. موږ باید خپلې لوڼې له ناهیلۍ وباسو او هېڅ‌کله یې واده کولو ته مجبور نه‌کړو.»

د ښځو حقون فعالان بیا وايي چې د نجونو پر زده‌کړو د شته محدودیتونو لرې‌کول به د مېندې اندېښنې تر یوه برید راکمې کړي. د ښځو حقونو فعاله لینا وايي: «ډېری کورنۍ پوهاوی نه‌لري او د ماشومانو زېږېدنې ته غاړه ږدي، څو مسوولیت یې خلاص شي او هغه مېرمنې چې مالی خپلواکي نه‌لري او هیلې یې یوازې، نجونې دي، اندېښمنې دي. د حل لاره دا ده چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.»

د زده‌کړو برخې یو‌شمېر کارپوهان بیا د ټولنې پرمختګ لپاره زده‌کړې اړینې بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.

د زده‌‌کړو برخې کارپوه جمال الدین سلیماني سلام‌وطندار ته وویل: «په نننۍ ټولنه کې د ساینس ځای احساسیږي. د نن ورځې پرمختګ د علم له امله دی او په اسلامي امارت کې داسې کسان شته چې پوهېږي چې د تعلیم مسله باید د خبرو له لارې حل کړو او کله چې موږ نجونو ته د زده‌کړې اجازه نه‌ورکوو، دا ظلم دی او اکثره نجونو واده کولو ته غاړه اېښي او مېندې باید پوه شي چې دا وضعیت دوامدار نه‌دی او دوی باید خپلې لوڼې وهڅوي او امید ورکړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په افغانستان کې مېندې داسې مهال د خپلو لوڼو د روښانه راتلونکي په اړه اندېښمنې دي چې د ۱۴۰۰کال په دوبي کې د جمهوريت له ړنګېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پر زده‌کړو محدودیت ولګېد او د ۱۴۰۱کال د ژمي له نږدې کېدو سره سم، نجونې له لوړو زده‌کړو هم محرومې شوې.

هڅه مو وکړه چې په دې راپور کې د سرپرست حکومت د چارواکو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره-سره چارواکی او مسوولان ځواب ویلو ته حاضر نه‌شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام