عبدالباقي حقاني چې پرون د طالبانو له لوري لوړو زده‌کړو وزارت ته د سرپرست په توګه وټاکل شو، نن یې کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې نجونې او هلکان دې په پوهنتونونو کې په بېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي.

حقاني چې په دغه غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره د خپلو پروګرامونو په اړه خبرې کولې وویل چې زده‌کړیالانو لپاره د ارامه تحصیلي چاپیریال رامنځ ته کول یې د کارونو په لومړیتوبونو کې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې هڅه کوي له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره دغه بنسټ د نړیوالو پوهنتونونو له معیارونو سره سیال کړي.

په همدې حال کې د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د ارامه زده‌کړییز چاپیریال د رامنځ ته کولو لپاره باید ټولګي د جنیست پر بنسټ ووېشل شي، نجونې او هلکان دې باید په بېلابېلو ټولګیو کې زده‌کړې وکړي.

عبدالباقي حقاني د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې زده‌کړییز نصاب دې هم د اسلامي او ملي اړتیاوو سره سم جوړ شي.

د لوړو زده‌کړو وزارت لپاره د طالبانو له لوري ټاکل شوی سرپرست د یاد وزارت د ښوونکو او علمي کادرونو څخه غوښتنه کوي چې د تېر په څېر دې خپلو دندو ته دوام ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت مخکینی وزیر عباس بصیر وایي، د هېواد تحصیلي سیستم بنسټیزو بدلونونو ته اړتیا لري او د دغه وزارت نوې رهبري باید د یاد بنسټ د پرمختګ او ودې لپاره باید ګټور ګامونه پورته کړي.

«د قوانینو او لوایحو پراختیا سخته او قوي وه، سره له دې چې خپلې نېمګړتیاوې یې لرلې. څو چې پالیسي په عملي ډګر کې تجربه نه شي، نېمګړتیاوې یې نه درک کېږي. دې قوانینو بیا کتنې ته اړتیا درلوده او مونږ هڅه کوله چې روان کال او راتلوونکي کې دا قوانین وګورو او هیله لرو چې د لوړو‌ زده‌کړو وزارت نوې رهبري هغه وګوري.»

له دې سره، د هېواد په پوهنتونونو کې د حضوري درسونو د پیل څرنګوالي په اړه کار جریان لري او ډېر ژر به په پوهنتونونو کې حضوري درسونه پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام