په خصوصي پوهنتونونو کې د لوړو فیسونو اخیستل هغه ستونزه ده چې زده‌کړیالان یې تل په اړه شکایت کوي.

زده‌کړیالان په دې برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت او نورې اړوندې ادارې پر بې‌غورۍ تورنوي او وایي، تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره هېڅ کار نه دی شوی.

د دوی په وینا، په دغو پوهنتونونو کې د زده‌کړو کیفیت د هغو پیسو په پرتله خورا ټیټ دی چې له دوی نه اخیستل کېږي.

د یوه خصوصي پوهنتون زده‌کړیال عزیز وايي، په پوهنتون کې ترې لوړ فیس غواړي، خو دی یې نه لري او اوس اړ دی چې بل پوهنتون ته ځان تبدیل کړي.

د یوه بل پوهنتون زده‌کړیال زبیر احمدي وايي، که څه هم د لوړو زده‌کړو وزارت ورسره څو ځله د فیسونو د ټیټولو ژمنه کړې، خو په وینا یې، تر اوسه یې دا کار نه دی کړی. احمدي زیاتوي، د لوړو زده‌کړو وزارت کوم کسان چې د فیسونو د کنټرول لپاره خصوصي پوهنتونونو ته ورځي، هغوی پیسې ورکوي او دوی هم پرې خوله پټوي.

یوشمېر کارپوهان بیا د دې ستونزې لامل د ازاد بازار موجودیت بولي او وايي، خصوصي پوهنتونونه د خصوصي تشبثاتو په څېر فعالیت کوي.

د چارو شنونکی عزیزاحمد فانوس وايي، دولتي ادارې کولای شي په خصوصي پوهنتونونو کې یوازې د زده‌کړې او خدمتونو کیفیت وارزوي، خو په وینا، په دغه کار کې هم بریالي نه دي.

د لوړو زده‌کړو وزارت که څه هم د خصوصي پوهنتونونو د فیس ټاکلو په برخه کې د دغه وزارت لاسوهنه ستونزمنه بولي‎، خو ټينګار کوي چې په دې برخه کې یې له خصوصي پوهنتونونو سره خبرې روانې دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر عباس بصیر وايي، د خصوصي پوهنتونونو د فیس کچه د مارکېټ له مخې ټاکل کېږي. د نوموړي په خبره، څومره چې یو پوهنتون ښه خدمتونه وړاندې کړي، هماغومره پیسې هم اخلي.

دا داسې مهال ده چې تر دې وړاندې د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو ناقانونه فعالیت، په پوهنتونونو کې د لوړو زده‌کړو وزارت د معیارونو او قانون خلاف د پوهنځیو فعالیت او د تدریس کچې ټیټوالي په اړه هم اعتراضونه او نیوکې شوې دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام