په هېواد کې د کور په کور پلټنې پر دوام د اسلامي امارت ځواکونو نن په کندهار کې د کورونو د پلټنې په موخه چاڼیز عملیات پیل کړل.
د کندهار د امنیې قومنداني ویاند محمد دانش نن (دوشنبه، وږي ۲۸) ویلي، ټاکل شوې چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونه به د کندهار ښار سربېره، د دغه ولایت ولسوالیو کې د خلکو کورونه وپلټي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه دلته وڅارئ
دانش زیاته کړې چې د کورونو د پلټنې پرمهال به د اسلامي امارت د ځواکونو ترڅنګ د ګذر وکیلان او د سیمې دیني عالمان هم حضور ولري. افغانستان کې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې کور په کور د پلټنې عملیات پیل شول چې لا هم دوام لري.
چارواکو د یادو چاڼیزو عملیاتو موخه د ناقانونو وسلو او حکومتي وسایلو راټول او د هېواد د ډاډمن امنیت ټينګښت په ګوته کوي.