د بښنې نړیوال سازمان په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا د تصفیوي عملیاتو د دوام په اړه ویلي چې دغه عملیات د بشري حقونو له معیارونو څخه سرغړونه ده او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه یې کړې ده.

دغه سازمان نن په ټویټر کې د رسنیو د راپورونو په حواله لیکلي چې د اسلامي امارت ځواکونه په کورونو کې نفوذ کوي، د خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې کوي، شخصي ملکیتونه ویجاړوي او د خلکو ترمنځ یې وېره خپره کړې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په ټول کابل کې پراخې پلټنې د توجیه وړ نه دي او دا کار پر ښځو او نجونو اغېز کوي. دغه سازمان زیاته کړه چې کور په کور پلټنه عمومآ د نارینه‌وو لخوا د خلکو له خبرولو پرته ترسره کیږي.

له تېرې جمعې ورځې راهیسې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې کور په کور پلټنې پیل شوي دي.

د کابل یوشمېر اوسېدوونکو د اسلامي امارت ځواکونو له خوا د خپلو کورنو له پلټنې څخه شکایت کوي او وایي چې دغه عملیات د خلکو په ځانګړې ډول د ښځو او ماشومانو ترمنځ وېره خپره کړې. خو د اسلامي امارت ځواکونو ویلي چې دغه عملیات د هېوادوالو د امنیت ښه‌والي لپاره ترسره کېږي او په ډېر احتیاط سره روان دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې دغه عملیات د ښځینه پولیسوو په شتون او د جوماتونو د خطیبانو او ګذر وکیلانو په همغږۍ ترسره کېږي. له دې مخکې اروپایي ټولنې او د المان او بریتانیې هېوادونو سفیرانو هم د دغو عملیاتو د درېدو غوښتنه کړې وه.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري کور په کور د پلټنې عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې دغه بهیر دې ژر تر ژره ودرول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

برانټ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي وو: «وېره، د کور پلټنه او د نورو قومونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جنایت دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پر اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې، اسلامي امارت ته په خطاب کې ټينګار کړی چې د پوتین جګړې سربېره، له تاسو هم څارنه کوو.»

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام