د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري کور په کور د پلټنې عملیاتو په غبرګون کې ویلي چې دغه بهیر دې ژر تر ژره ودرول شي.

برانټ پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «وېره، د کور پلټنه او د نورو قومونو او ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی جنایت دی او باید ژر تر ژره ودرول شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر پر اوکراین د روسیې یرغل ته په اشارې، اسلامي امارت ته په خطاب کې ټينګار کړی چې د پوتین جګړې سربېره، له تاسو هم څارنه کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې څلور ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو د کابل په ګډون په یو‌شمېر ولایتونو کې کور په کور پلټنه پیل کړې ده.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې ولایتونو کې د چاڼیزو عملیاتو موخه د هغو غلو، انسان تښتوونکو او وران‌کارو ډلو له منځه وړل دي چې وړاندې د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري پېژندل شوي دي.

په ورته مهال د پلازمېنې یو‌شمېر اوسېدونکي د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د کورونو پلټنې له بهیر څخه شکایت لري او د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د کورونو د پلټنې عملیاتو د خلکو او کورنیو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو منځ کې وېره او اندېښنې رامنځته کړي دي.

خو د اسلامي امارت ویاند وايي، د یادو عملیاتو موخه یې د خلکو، سوداګرو، ډاکټرانو او ښوونکو د امنیت ټينګښت دی.

نوموړي پرون ناوخته کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د اسلامي امارت ځواکونو په تېرو دوو ورځو کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال اسلامي دولت نومې ډلې یاد داعش پورې اړوند شپږ کسان او همداراز ۹ انسان تښتونکي او ۵۳ غله نیولي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې کابل کې یې د دې عملیاتو په پایله کې ګڼ‌شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام