د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې پلازمېنه کې یې د روانو چاڼیزو عملیاتو پرمهال ۶ داعشیان، وسلې او  د ۹ انسان تښتونکو سربېره یې ۵۳ غله نیولي دي.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز وویل چې په دې عملیاتو کې د پلازمېنې له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ‌شمېر وسلې هم نیول شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې په دې عملیات کې یې ۱۳۳ میله کلاشینکوف، ۱۸۱ توپانچې، ۴۴ راکېټ لانچر، ۲ درازنوفه او یو‌شمېر نورې وسلې هم ترلاسه کړي دي.

مجاهد وویل، کابل کې یې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې دوه نجونې چې په یوه کور کې پر ځنځیرونو تړل شوې وې، هم ازادې کړې دي. نوموړي زیاته کړه چې یادې نجونې د خوست ولایت اصلي اوسېدونکې دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې په یاد کور کې په یوې نمجنه ګوټه کې ساتل کېدې.

د اسلامي امارت د ویاند په وینا، په دې عملیات کې د اسلامي امارت ځواکونو ۱۳ټنه باروت، ۳ډرون کمرې، ۴عراده رنجر او ۴۴ نور دولتي موټرونه هم ترلاسه کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد همداراز یادونه وکړه چې د کورونو د پلټنې پرمهال د اسلامي امارت له ځواکونو سره ښځینه پولیسې هم شته او دغه کار د سیمې د جومات د ملا امام تر څار لاندې ترسره کېږي.

د مجاهد په خبره، دا عملیات لاهم روان دي او په راتلونکو ورځو کې به یې د نورو لاسته‌راوړنو په اړه هم معلومات ورکړل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو کابل او یو‌شمېر ولایتونو کې کور په کور پلټنه پیل کړې چې خلکو ته یې اندېښنې پیدا کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام