Asset 1SWN

تخار کې يوه پېغله نجلۍ ووژل شوه

75636034_413048276311426_5952936989945757696_n-p1cabgi8xxnifu9lxn4a8lueb40254l62rnkwhvs7o

تخار امنيتي مسوولان وايي، د ياد ولايت مرکز تالقانو ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو يوه پېغله نجلۍ وژلې ده.

 د تخار ولايت د امنيې قومندانۍ وياند خلیل اسیر سلام‌وطندار ته وايي، دغه نجلۍ د ورسج ولسوالۍ «ترشت» کلي کې اوسېده، رومینا نومېده او د حبیب‌الله لور وه.

د نوموړي په وينا، وژل شوې نجلۍ ۲۴ کاله عمر لري او نن مخکې له غرمې شاوخوا ۱۰ بجې د تالقانو ښار «حفیظ‌‌بای» سيمه کې د مخ‌پټو موټر سپرو وسله‌والو له لوري ووژل شوه.

خليل اسير زياتوي، تر اوسه پورې معلومه نه ده چې  دغه نجلۍ ولې وژل شوې خو په اړه يې څېړنې پيل شوې دي.

د يادولو ده چې دغه پېښه د تخار ولايت امنيې قومندانۍ ته په ۵۰۰مټرۍ کې شوې ده.

تر اوسه پورې د يادې پېښې مسوولت چا پر غاړه نه دی اخيستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام