Asset 1SWN

تخار کې له ۱۳ کلنې نجلۍ ناوړه جنسي ګټه اخيستنه؛ تورن کسان نيول شوي

120830800_2611080035811584_8582810659778491870_o-owiawnr19yp7iim23ymmawlq2y0l4yi8qj7csdh578

په تخار ولایت کې یوه معتبره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، د دې ولایت په مرکز تالقانو ښار کې د جنايي جرمونو پرضد د مبارزې مديريت کارکوونکيو ۳کسان له یوې دیارلس کلنې نجلۍ د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.

د سرچینې په خبره، دا نجلۍ چې خالده نومېږي له ۶میاشتو راهيسې د هلکانو په کالیو کې د دې ډلې د موسیقۍ په محفلونو او شپې ناستو کې نڅېدله.

د سرچینې د معلوماتو پربنسټ، د خالدې پلار په نشه‌يي توکيو روږدی دی او خالده په دې ۶میاشتو کې تالقانو ښار کې له دوه کورنیو سره چې ښځو یې سرپرستي په غاړه درلوده، ساتل کېده.

سرچینه زیاتوي چې د تالقانو ښار یو شمېر هټیوالو «منتو پلورونکيو» هم په خالدې ډله‌يیز جنسي تېری کړی دی.

خالده وايي، هغې ته به یې د موسیقۍ محفلونو له پیل وړاندې درمل ورکول او بیا به یې نڅوله.

په شمال ختیځ زون کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییس سید حفیظ الله فطرت وايي، د خالدې دوسیه په جدي توګه څېړي.

د تخار امنیتي چارواکي وايي، له خالدې د ناوړه ګټې اخيستنې او په هغې د تېري دوسیه د څارنوالۍ له لوري وروستۍ شوې او پولیس پر هغې د نورو تېري کوونکيو د نیولو په لټه کې دي.

تخار ولايت کې دوه کاله وړاندې هم یو شمېر حکومتي کارکوونکيو پر یوې نجلۍ ډل‌ييز جنسي تېري کړی و چې د دې ولایت څارنوالۍ تر اوسه د دې نجلۍ د دوسیې په اړه جزیات رسنیو سره نه دي شریک کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام