د لویې څارنوالي ویاند جمشېد رسولي وايي چې په تېرو ۹ میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د ۱۳۹۸ کال د جدې میاشتې له پیل نه د روان کال د سنبې تر وروستیو پورې په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۸۸ پېښې ثبت شوې دي.

د لويې څارنوالي د ویاند په خبره، په یادو پېښو کې وهل ډبول، جنسي تېری، ځور، په زور نکاح کول، د واده حق مخنیوی، په بدو کې ورکړه، د وارث مال نه ورکړه، د ټپې کېدو او معلولېدو پېښې چې د مړینې لامل شوي، شامل دي.

جمشېد رسولي وايي، د ښځو د تاوتریخوالي د ۲۰۸۸ پېښو له ډلې ۶۶۲ یې په کابل، ۲۵۶ په بلخ، ۲۰۸ په هرات، ۱۱۹ په دایکندي، ۷۲ په فاریاب، ۶۹ په بامیان، ۶۷ په تخار، ۶۶ په ننګرهار او پاتې نورې په نورو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د هغه په وینا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو یو لامل د کورونا ویروس د خپرېدو پر مهال په کورونو کې د خلکو کورنټینول وو.

رسولي وايي، په جوزجان ولایت کې پر یوې مېرمنې د جنسي تېري قضیې په اړه د لویې څارنوالي څېړنې بشپړې شوي او تېری کوونکی پر دېرش کاله بند محکوم شوی دی.

نوموړی زیاتوي، په کندهار کې پر یوه ماشوم د جنسي تېري ۷ عاملان هم نیول شوي او اوس بندیان دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام