Asset 1SWN

بغلان کې د جنسي تېري قرباني شوی ځوان عدالت غواړي

5486-p3yj6vwcliszjgsl9uiy8ow8pbthspimjci3vzva14

د بغلان ولايت فرنګ ولسوالۍ کې يو ځوان هلک وايي، ناپېژاندو وسله‌والو لومړی تښتولی او له وهلو ډبلو وروسته يې پرې ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی. دغه هلک وايي، په ډېرو سختو لارو يې ځان ژغورلی او اوس پلخمري ښار کې عدالت غواړي.

بشیر «مستعار نوم» وايي، دا موضوع يې په ځلونو له امنيتي بنسټونو سره شريکه کړې؛ خو پوليسو تر اوسه په دې اړه هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

 بشیر وايي، دغو وسله‌والو کسانو ترې ۴۰ زره افغانۍ او موبایل هم اخيستي.

د نوموړي په وينا، دغو نامعلومو وسله‌والو له پېښې وروسته يې پر کور څو ځلې بريدونه کړي او امنیتي ځواکونه هم نه دي توانیدلي چې د دغو بریدونو مخه ونیسي.

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمدجاوېد بشارت وايي، د يادې پېښې په اړه يې يو کس نيولی او په دې اړه څېړنې روانې دي.

د بغلان ولایت فرنګ ولسوالۍ یوه له هغه ولسوالیو ده چې له څو کلونو راهیسې په‌کې نامسووله وسله‌وال حضور لري او بغلان کې مسوولو چارواکيو تر اوسه پورې له يادې ولسوالۍ د نامسووله وسله‌والو پاکولو لپاره هېڅ ګام نه دی پورته کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام