Asset 1SWN

دايکندي کې پر يوې ښځې د غلو ډله‌ييز جنسي تېری؛ عاملان يې ونيول شول

Daikondi-oxktl0fp4jwdf2ikbb49qofhjeybvkufhc4u7s2ljo

 

د دايکندي د ښځو چارو رياست مسوولان تاييدوي چې د ياد ولايت په مرکز کې د غلو يوې ډلې پر ۲۰ کلنې ښځې ډله‌ييز جنسي تېری کړی دی.

د ياد ولايت د ښځو چارو رييسه بې‌نظیر جعفري سلام‌وطندار ته وايي، تېره اوونۍ شپې مهال يوې ډلې غلو د مسافرو يو موټر درولی مالونه يې لوټلي او وروسته يې پر يوې ۲۰کلنې مسافرې ډله‌ييز جنسي تېری وکړ.

د نوموړي په وينا، د پېښې عاملان نيول شوي او دوسيې يې څارنوالۍ ته ولېږل شوې.

د دايکندي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارې مديريت پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ليکلي چې د غلو ۶ کسيزې ډلې د تلې مياشتې په ۲۹مه يو مسافر وړونکی موټر ولوټه او پر يوې ۲۰ کلنې ښځې يې ډله‌ييز جنسي تېری هم وکړ، د پوليسو له لوري نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

خو په دې اړه مو  د دايکندي د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارې مدير نظر ترلاسه نه‌شو کړای.

د دايکندي د ښځو چارو رياست د شمېرو پر بنسټ د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۴۵ پېښې ثبت شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام