Asset 1SWN

سلام وطندار

طالبانو بغلان کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي

Baghlanprovince-p1eb7nbf1vyxgohhign9uwgpy3pgknfqjar33gyyz8

بغلان کې محلي او امنيتي سرچينې وايي، طالبانو د بغلان – کابل لويې لار کې د تېلو ۶ ټانکر سوځولي او ۷ کسان يې له ځان سره وړي دي.

دغه سرچينې چې نه غواړي نومونه یې خپاره شي سلام‌وطندار  ته وايي، طالبانو تېره شپه «کيله‌ګي» سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي چې په دې نښتو کې چاته زیان نه دی رسېدلی خو طالبانو له نښتو وروسته دوشي ولسوالۍ کې د بغلان ـ کابل لویې لارې پر سر د تېلو ۶ ټانکر سوځولي دي.

سرچينې وايي، طالبانو د ياد ټانکرو ۵ موټر چلوونکي له ځانه سره وړي چې له دې ډلې دوه يې نن سهار موندل شوي دي او درې نور لا هم ورک دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، طالبانو په همدې سيمه کې د يوه موټر څلور سپرلۍ له هم ځانه سره وړي دي؛ خو د بغلان امنيتي مسوولان وايي، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او طالبانو له سيمې تېښته کړې ده.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام